منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

له اقتصاد پوهنځي فارغ شوي محصلين له دولت څخه د کار زمينه غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ شوي محصلين له دولت څخه غواړي، چې په ښوونيزو موسسو او دولتي ادارو کې دې ځوانو کدرونو ته د کار زمينه برابره کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د شپې پوهنځي محصلينو دغه څرګندونې د وږي په ٢٠مه  د خپل فراغت د مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.

له دغه پوهنځي په دې دوره کې ٧٥ محصلين فارغ شوي چې نن ورته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ساينليکونه ورکړل شول.

د سيد مسيح الله نظري په نوم يوه فارغ محصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى پنځه کاله زده کړې او اوس چې فارغېږي، نو اندېښنه لري چې دنده به ترلاسه کړي او که نه؟

هغه وايي، چې د دوى په پوهنځي کې يواځې يو ځوان استاد شتون لري، پاتې نور ټول يې پخواني استادان دي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د پوهنتونونو تر څنګ په نورو دولتي ادارو کې ځوانو کدرونو ته د کار زمينه برابره کړي.

د محمدصميم په نوم يو بل محصل هم ورته خبرې کوي او زياتوي چې نړۍ ډېر پرمختګ کړى، خو د افغانستان په پوهنتونونو کې اوس هم څو لسيزې پخوانى نصاب د پخوانيو استادانو له خوا په پخواني ميتود تدريس کېږي.

ده زياته کړه: ((دغه نصاب  موږ ته هېڅ ګټه نه رسوي، بايد په پوهنتونونو کې نوى عصري نصاب رايج شي او د دې لپاره ځوانو کدرونو ته د استادۍ چانس ورکړل شي.))

نوموړى له دولت څخه د دندې پيدا کولو تر څنګ غوښتنه وکړه، چې دوى ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره هم زمينې برابرې کړي.

د فردين احمد په نوم يو بل محصل بيا وايي، چې دوى خپل راتلونکي ته اندېښمن دى، ځکه چې په هېواد کې د کار او د لوړو زده کړو زمينه ډېره  نه ده برابره.

هغه زياته کړه: ((زه غواړم چې ماسټري او دوکتورا هم وکړم، خو په کمزوري اقتصاد دغه کارونه نه کېږي، بلخوا د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره دندې ته هم اړتيا لرم، حکومت بايد موږ ته دواړه زمينې برابرې کړي.))

خو د حشمت الله کريمي په نوم يو بل محصل بيا خپل راتلونکي ته خوشبينه دى او زياتوي چې دى غواړي نورې لوړې زده کړې هم وکړي.

هغه پژواک ته وويل: ((د ورځې له خوا دنده لرم او د مازديګر پر مهال مې د اقتصاد پوهنځى ولوست، خپل راتلونکي ته خوشبينه يم او خپل هېواد ته به خدمت کوم.))

د کابل پوهنتون رييس ډاکټر حبيب الله حبيب فارغو شوو محصلينو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ هغوى ته وويل، چې اوس يې مسووليتونه زيات شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى بايد نه يواځې د خپل هېواد او ولس خدمت ته ملا وتړي، بلکې د نورو لوړو زده کړو لپاره هم هڅې وکړي.

ډاکټر حبيب ځوانو کدرونو ته د کارونو د زمينې ورکولو په اړه وويل، چې فارغين زيات دي او د کدرونو د جذبولو ظرفيت کم دى.

خو نوموړي ژمنه وکړه، چې دوى به  له خپل وس سره سم ځوانو کدرونو ته چانس ورکوي.

د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون هم وويل، چې ځوانانو ته زيات فرصتونه ورکړل شوي دي، خو زياتوي چې دوى وړتيا په پام کې نيسي.

هغه زياته کړه: ((دولت په دې اړه د ځوانانو غوښتنې مني او له هېڅ ډول تبعيض څخه کار نه اخلي.))

خو نوموړي وويل، چې د افغانستان قانون پخوانيو او مشرانو استادانو هم د کار کولو حق ورکړى او دا حق ترې څوک نه شي اخيستلى.