منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کابل ښار د سردار کابلي لېسې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): په کابل ښار کې د يوې لېسې ودانۍ په جوړېدو سره زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې د چاپېريال زمينه برابره شوه.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل ښار اړوند د سردار کابلي عالي لېسې نوې ودانۍ، چې ١٢ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى، جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

سرچينه زياتوي، دا ودانۍ ۵۳ درسي او اداري خونې، لابراتوار، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ او نورې ټولې اړينې ښوونيزې اسانتياوې لري.

د سرچينې په وينا، دا مهال په ياد ښوونځي کې ۷زره نجونې د دوه سوه مسلکي ښوونکو له لوري پر زده کړو بوختې دي.

د دې ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د پوهنې وزير فاروق وردګ وويل، چې د امريکا متحده ايالتونو له پوهنې وزارت سره د ښوونځيو د نويو ودانيو په جوړولو او بيارغولو، د کاري وړتياوو په لوړولو، د درسي کتابونو په چاپ، د ښوونکو په ظرفيت لوړولو او نورو اړينو برخو کې مالي مرستې کړې دي.

ده زياته کړه، سږ کال به په کابل ښار کې د پلان شويو ۱۰۲ رغنيزو پروژو له بشپړېدو سره د کابل ښار پوهنيز نظام د ۲۴۰ درسي او اداري خونو او نورو لازمو ښوونيزو اسانتياوو څخه برخمن شي، چې نږدې ۵۰زره نجونو او هلکانو ته به د زده کړو خوندي تدريسي چاپېريال رامنځ ته کړي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې پوهنې وزارت د تعليمي نظام د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې د پنځو نړيوالو مشارکتونو غړيتوب تر لاسه کړی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د هېواد د تعليمي نظام لپاره د ډاډ وړ سرچينې دي.

نوموړي همدارنګه له هېوادوالو په ځانګړې توګه له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د پوهنيز نظام د پراختيا په برخه کې له پوهنې وزارت سره هر اړخيزې مرستې وکړي.

د پوهنې وزير وايي: “سږ کال به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې يواځې د افغانستان د پوهنې وزارت د خپلو تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه نړيوالو ته شرحه کړي، چې پرته له شکه يوه لويه لاسته راوړنه ده.”

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د کابل ښار په ۵۴۵ تعليمي موسسو کې، چې نيمايي هغه يې خصوصي دي، نږدې ۱،۲ ميليونه زده کوونکي، چې ۴۸ سلنه يې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.