کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د مشرانو جرګې غړي هم خپله درى ورځنۍ تنخوا چې څه باندې دوه ميليونه افغانۍ کېږي، د سوېلي اسيا د فوټبال په سياليو کې د اتلولۍ د ترلاسه کولو په وياړ، د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته ورکوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ افغانستان په نيپال کې د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو په پايلوبه کې هندوستان ته د صفر پر وړاندې په دوو ګولونو سره ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دې جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، چې د دې جرګې په استازيتوب د فوټبال د ملي لوبډلې اتلولي ټولو هېوادولو ته مبارک وايي او دې لوبډلې ته له خپلې شخصي پانګې ٤ زره امريکايي ډالره ورکوي.
ده د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې خپله درى ورځنۍ تنخوا د فوټبال ملي لوبډلې ته ورکړي او ويې ويل، چې د هېواد نور لوبغاړي هم بايد ونازول شي تر څو هېواد ته ورته اتلولۍ راوړي.
د جرګې غړو د لاسونو په پورته کولو سره د مسلميار خبرې تاييد کړې.
د دولت د لوړ رتبه مامورينو د تنخواګانو د قانون له مخې، د مشرانو جرګې د مشر د يوې مياشتې تنخوا ٢٧٢زره او د هر غړي مياشتنۍ تنخوا يې ١٩٥زره افغانۍ ده، نو ځکه بايد له نننۍ پرېکړې سره سم دغه جرګه فوټبال لوبډلې ته څه باندې دوه ميليونه افغانۍ ورکړي.
د مشرانو جرګې ګڼ شمېر نورو غړو هم د فوتبال د ملي لوبډلې د اتلولي مبارکي وويله.
خو په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل، چې د فوټبال د ملي لوبډلې تر څنګ بايد له هغو کسانو سره هم مرستې وشي، چې په روغتونونو کې بستر دي، خو د درمل لپاره پيسې نه لري.
هغه زياته کړه: ((موږ بايد يواځې دې يو اړخ ته نه، بلکې نورو ته فکر وکړو تر څو له نورو سره هم مرستې وشي.))
تېره ورځ ولسي جرګې هم اعلان وکړ، چې خپله درې ورځنۍ تنخوا چې څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ کېږي، يادې لوبډلې ته ورکوي.
دغه راز تر دې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو او د و لسمشر حامد کرزي په ګډون ځينو دولتي چارواکو د فوټبال له ملي لوبډلې سره شاوخوا پنځه سوه زره امريکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.










