منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۳ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

هندوستان بايد د نورو له اندېښنو پرته دافغانستان په اړه خپلواکه تګلاره ولري

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

هندي ليکوال: جي. پرتاسراتي

زه چې کله د سپټمبر په پنځمه نېټه له کابله را ورسېدم، راته وويل شول چې سشميتا بنرجي وژل شوې ده. طالبانو په دغه کار سره خپل د منځنيو پېړيو چلند يو وارې بيا وښود. طالبان هغه څوک دي چې امريکا ورسره د بيا پخلاينې او خبرو اترو د ترسره کولو لارې چارې لټوي.

افغانستان ته مې د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ دا وموندله چې دغه هېواد د پرمختيا او ډيموکراسۍ نا محدوده فرصتونه او زمينې په لاس کې لري.

په دغه هېواد کې پاکستان د خلکو تر پام بد دى او خلک ترې کرکه لري، ډېر ځلې پاکستاني سيلانيان دا خوښوي چې د کابل په بازارونو کې د ګرځېدو راګرځېدو پر مهال ځانونه (هندوستانيان) معرفي کړي.

په افغانستان کې، د طالبانو له نسکورېدو يواځې يوه لسيزه وروسته، په سياسي او ټولنيزو برخو کې د پام وړ بدلون راغلى دى.

دغه هېواد يوه غښتلي سياسي سيسټم ته پراختيا او وده ورکړې ده. رسنۍ ازادې او فعالې دي، د شاهرخ خان چنای اېکسپرېس فلم بيا بيا وکتل شو.

يو مهال په دغه هېواد کې ښوونځي تړل شوي وواو ښځې د کار او زده کړو له حق څخه محرومې وې، خو اوس د دغه هېواد په ښوونيزو بنسټونو کې ١٠،٥ ميليونه شاکردان پر زده کړو بوخت دي. پوهنتونونه په کابل، ننګرهار، خوست، هرات او بلخ ولايتونو کې زيات شوي او وده يې کړې ده.

د ټولو ډاکټرانو شاوخوا ٤٨ سلنه او د ښوونکو ٦٠ سلنه يې ښځې دي. د دې تر څنګ ښځې په مقننه ځواک، د پوليسو او سرتېرو په ليکو کې هم ښه استازيتوب لري.

افغانستان اوس د ولسمشريزو ټاکنو لپاره چمتووالى نيسي چې په پام کې ده د ٢٠١٤ کال په اپرېل مياشت کې ترسره شي.

د اساسي قانون له مخې ولسمشر کرزى نه شي کولى چې په درېيم پرله پسې ډول کانديد يا ولسمشر شي، د ده د ځای ترلاسه کولو لپاره سيالۍ پيل شوې دې.

 د سيمه ييزو مشرانو لکه عطا محمد نور چې په مزارشريف کې دى او اسماعيل خان په هرات کې دى او پام وړ وسله وال هم لري، پرېکړې به پر هرې پايلې پراخ اغېز ولري.

حامد کرزي د تېرو ١١ کلنو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه ډيموکراتيکو بنسټونو ته د ودې ورکولو له اړخه د ډېرې ستاينې وړ دى، د ده په دوره کې دولت او ښوونيزو بنسټونو وده وکړه، نژاد، مذهب، او نورو عقايدو ته درناوى وشو، آن لږکي هندوان او سيکان هم اوس په پارلمان کې استازي لري.

د درک وړ شک او بد ګوماني- په افغانستان کې د امريکا د راتلونکي رول په اړه، کله چې دوى له ٢٠١٤ کال وروسته خپل جګړه ييز عمليات پای ته رسوي، د درک وړ شک او بد ګوماني موجوده ده.

افغانان پوهېږي چې له امريکايانو سره امنيتي تړون لاسيک کوي- د تړون له مخې امريکايانو ته نهه پوځي اډې ورکوي، چې هغوى د ځانونو لپاره اقتصادي او نظامي مرستې خوندي کړي.

د افغانانو لپاره لږ تر لږه لس کاله نسبي سوله په کار ده چې د خپلو طبيعي زېرمو په راسپړلو او کرنې ته په ودې ورکولو سره له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي. هغه څه چې د ډېرې اندېښنې وړ دي، د افغان سرتېرو د تجهيز او سنبالښت له اړخه د امريکا تګلاره ده، امريکا افغان ځواک ته په محدود ډول سپکې وسلې ورکوي خو د توپخانو، ټانګونو او نورو درنو وسلو له ورکولو ډډه کوي.

دغه کار د اندېښنې وړ دى، ځکه چې د تجهيز له اړخه کمزوري افغان ځواکونه د پاکستان له ملاتړه له برخمنو وسله والو طالبانو سره په جګړه کې درانه تلفات لري.

د امريکايانو تګلاره اوس ښکاره شوې چې په لوى لاس پر افغانانو فشار راوړي چې د پاکستان له ملاتړه له برخمنو طالبانو او حقاني شبکې سره (پخلاينه) وکړي. په داسې حال کې چې افغانان له پاکستان سره ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا غواړي، لوى نظر دا دى چې د پاکستان په چال چلند کې به کوم بدلون رانه شي.

خو بر عکس بيا هند ستايل کېږي او ميلان ورته موجود دى، د يوې نظر پوښتنې له مخې ٧٤ سلنه افغانان هند دلته تر ټولو د ستاينې او قدر وړ هېواد بولي.

د نظر پوښتنې له مخې،٩١ سلنه افغانان د پاکستان په تړاو زړه نه منونکى او نامناسب نظر لري، او ٥٨ سلنه افغانانو طالبان د خپل هېواد لپاره (ډېر لوی خطر) بللى دى.

د هند اقتصادي مرستې او بې طرفه سياسي ونډې او رول دغه احساس لا غښتلى کړى دى، سره له دې چې افغان سرتېرو ته د پوځي توکو د ورکولو له اړخه د هند انکار يو دردوونکى ټکى دى.

اوس د بيا کتنې وخت دى، اوس د دې وخت دى چې هند بايد د واقيعتونو له مخې د امريکا په تړاو پر خپلو تګلارو په بشپړ ډول له سره کتنه وکړي او د خپلو تګلارو په وړاندې د پاکستان د بې ځايه اندېښنې او عکس العملونو ته هم له سره کتنه وکړي. نوى ډيلى بايد له افغانستان سره پر اړيکو خپل ډار لرې وغورځوي.

لومړى وزير من موهن سنګ بايد افغانستان ته د شوروي د يو لړ پخوانيو وسلو لکه د هند د زړو ټي ٦٢- ټي ٥٥ ټانګونو او اېم اې جي ٢١-٢٣ جګړه ييزو توکو د ورکولو لپاره په شخصي ډول د روسيې د لومړي وزير ولاديمير پوتين موافقه ترلاسه کړي.

دا حيرانوونکې ده چې هند ميانمار ته ځمکني ١٠٥ اېم اېم وسلې او توپخانې ورکوي خو بيا له افغانستان سره د ورته کار د نه کولو لپاره هر ممکن عذر او معذرت لټوي.

د وسلو برابرول بايد د روسيي، هند او افغانستان پر درې اړخيزو امنيتي مسايلو د اساسي خبرو اترو له لارې ترسره شي. ايران ته د رسېدو اړتيا هم ليدل کېږي، بايد د چابهار د بندر د پراختيا او يوې لارې په اړه چې ايران له افغانستان سره نښلوي، د هند، ايران او افغانستان تر منځ خبرو اترو ته وده ورکړل شي.

افغانستان ته هندي سيلانيان د خپلو ډيپلوماتانو پر پياوړي رول ډېر وياړي، هغوى دلته تر کلکو امنيتي تدابيرو او موانعو لاندې ژوند کوي. اړتيا شته چې دلته مېشتو سفيرانو تهلکه وي ويک کتجو، راکش سود، جيانت پراساد، ګاتم موخوپدهيا، امار سينا او د دوى نورو ډيپلوماتو همکارانو ته ځانګړې پېرزوينې وړاندې کړو، دغه راز پوځي مامورينو او د هند-تبت پوله ساتونکو پوليسو ته.

د دې تر څنګ همدغه راز د کندهار، جلال اباد، هرات او مزارشريف په ننګوونکي چاپېريال کې زموږ د ډيپلوماتانو ترسره کړې دنده، د ډېرې ستاينې وړ ده.

 همدغه راز هندي انجنيران، ډاکټران او د بيارغونې کار کوونکي د ستايلو دي چې په افغانستان کې يې هند ته وياړ وربښلى دى.

دوى خپل ارام ژونداو کورنۍ پرېيښي او د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې په مېړانې سره دنده ترسره کوي.

د دوى دغه قربانۍ ښايي نورو ته هم دا انګېزه ورکړي چې د پاکستان له ملاتړه د برخمن تروريزم له منګولو څخه زموږ د ګاونډ د ازادولو په هڅو کې ور ګډ شي.

ليکوال، د پاکستان لپاره د هند پخوانى عالي کمېشنر و.