پل علم (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د لوګر په مرکز پل علم کې د بابوس ويالې دواړو غاړو ته د ٤،٧ کيلومتره استنادي دېوال کار پيل شو.
د لوګر والي ارسلا جمال وايي، چې دغه استنادي دېوال به د بابوس د ويالې د کرنيزو اوبو د ضايعاتو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه، د دغه استنادي دېوال کار به په يو کال کې بشپړ شي او لګښت يې، چې نهه ميليونه افغانۍ دى، له نشه يي توکو سره د مبازرې وزارت له لوري ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د بابوس د ويالې اوبه ١٠ زره جريبه ځمکه خړوبوي، چې د اوبو لګولو د سيستم له جوړېدو سره به دغه کچه نوره هم لوړه شي.
دغه راز د بابوس اوسېدونکى او قومي مشر حاجي عبدالباقي احمدزى وايي، د دغه استنادي دېوال په بشپړېدو سره به له يو لوري د سېلابونه مخه ونيول شي او بلخوا به ځمکو ته اوبه په سمه توګه ورسېږي.
هغه زياتوي، د دېوال له بشپړېدو سره به يې د ځمکو حاصلات څو برابره زيات شي.
دغه راز د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم دغه پروژه ګټوره بولي او زياتوي، چې د ځمکوالو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.
هغه زياتوي، چې دا ډول سترې پروژې کولى شي د سيمې کرنيز اقتصاد پر پښو ودروي.
اوسمهال په دې پروژه کې د سيمې ١٥٠ کارګرو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.









