مهترلام (پژواک،٢٧وږى٩٢):په لغمان کې د ٩٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.
دلغمان ولايت له مطبوعاتي دفترڅخه د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ددغو پروژو چارې نن د لغمان والي فضل الله مجددي له خوا پيل شوې.
خبرپاڼه زياتوي، له دغو پروژو څخه په یوه پروژه ، چې ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي ، په مهترلام ښار کې د یوه مارکېټ جوړول دي، چې ۷۲ دوکانونه به ولري .
د سرچينې په وينا، بله پروژه په مهترلام ښار کې د دوه سړکه جوړېدل دي ، شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي ، چې د ښاروالۍ له خوا ورکول کيږي او په شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
خبرپاڼې زياته کړې ، چې دغه دوه سړکونه ۱۶۰۰ متره اوږدوالی، ۱۳ متره پراخوالی او دواړو خواوو ته يې د ۳ مترو په اندازه پلې لارې جوړيږي .









