ژبه

ولسمشر کرزى: عايشه دې د درملنې لپاره بهر ته ولېږل شي

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د کابل په يوه روغتون کې د بهرنيو ځواکونو په بمبار او د طالبانو په چاودنو او بريدونو کې د ټپي شوو ماشومانو د روغتيا پوښتنه وکړه.

له ارګ څخه د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې مخکې د کابل د فرانسويانو پوځي روغتون ته ولاړ او  په ځانګړې توګه يې د څلور کلنې عايشې پوښتنه وکړه.

عايشه  دوه اونۍ مخکې (د وږي ١٤مه) په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې ټپي شوې وه.

په دغه بريد کې د عايشې د کورنۍ ٨ غړي او څلور نور عام وګړي وژل شوي وو.

سرچينه زياتوي، چې عايشه د سر او مخ په برخو کې سخته ټپي ده، دواړه سترګې او يو لاس يې له لاسه ورکړي او اوس هم د بې هوښۍ په حالت کې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد روغتون ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې عايشه بايد د نورې درملنې لپاره بهر ته ولېږدول شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر د عايشې د حالت له لېدو او د ډاکټرانو تر وړانديز وروسته سپارښتنه وکړه، چې عايشه دې ژر تر ژره د درملنې لپاره بهر ته ولېږدول شي.

دغه راز ولسمشر کرزي په ياد روغتون کې د يو شمېر هغو نورو ماشومانو پوښتنه هم وکړه، چې د وسله والو طالبانو په چاودنو او بريدونو کې ټپيان شوي دي.

هغه د دغه روغتون ته مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دغو ناروغانو ښه درملنه وکړي.