اسلام اباد (پژواک ٣١ وږى ٩٢): پر قبايلي سيمې سوېلي وزيرستان د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې اوه تنه وژل شوي دي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دغه بريد نن (د وږي ٣١مه) د سوېلي وزيرستان د پشين زيارت په سيمه کې شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر دوو کورونو ميزايل توغولي چې له امله يې اوه کسان وژل شوي او ياد کورونه هم ويجاړ شوي دي.
که څه هم دولتي سرچينې د وژل شوو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو د سيمې اوسېدونکو ويلي، چې په دې سيمه کې وسله وال په کورونو کې مېشت وو.
دغه بريد په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په ځلونو د دغو بريدونو د درولو غوښتنه کړې او دوه ورځې مخکې يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هم په دې اړه شکايت کړى دى.









