ګردېز (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز او پنځو نورو ولسواليو کې د ١١ ښوونځيو شاوخوا د ١٠٠٠ زده کوونکو لپاره د کانکور لپاره د چمتووالي وړيا کورسونه جوړ شول.
د دغو کورسونو د تدريس چاري د اوښتون کلتوري ټولنې له لورې پر مخ وړل کېږي خو مالي لګښت يې يو ملي سوداګر ورکوي.
پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې مشر ډاکتر محمدنعيم احمدزي وويل، ياد کورسونه چې دوه مياشتې به دوام وکړي د ملي سوداګر خيال محمد احمدزي په مالي مرسته جوړ شوي، چې د پلې کېدو چارې يې اوښتون کلتوري ټولنه پر مخ وړي.
نوموړی وايي، دغه کورسونه يې د مرکز ګردېز په ګډون په پنځو ولسواليو زرمت، احمدابا، سيدکرم، څمکنيو او پټان ولسواليو کې د ۱۱ لېسو د زده کوونکو لپاره جوړ کړل چې دوه په کې د نجونو لېسې دي.
د پکتيا د پوهنې ر ياست تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل د مدني ټولنو له لوري د زده کوونکو لپاره د کورسونو جوړول يو نېک ګام بولي او وايي؛ چې له يادې ټولنې سره به يو ځاى د کورسونو څارنه کوي.
د ښوونکو په وينا، که په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د کانکور د اماده ګۍ لپاره دا ډول کورسونه جوړ شي د زده کوونکو د سواد کچه به لوړه شي او په دې سره به وتوانېږي چې د خپلې خوښې وړ پوهنځيو ته لاره پيدا کړي.
د څمکنيو لېسې يو زده کوونکى نورالرحمن د کانکور د تيارۍ د کورس هرکلى کوي او زياتوي، چې په دې سره به ډېرى زده کوونکي وکړاى شي په لوړو نومرو ښو پوهنځۍ ته لاره پيدا کړي.
د يادولو ده، تېر کال د کانکور په ازموينه کې د پکتيا ولايت د ښوونځيو ۱۹۰۰ زده کوونکو برخه اخيستې وه چې نږدي ۱۲۰۰ يې په ازموينه کې بې نتيجې پاتې شوي وو.










