منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د لوګر ښوونځي د ښوونکو او درسي کتابونو له کموالي سره مخ دي

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

 پل علم (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): په لوګر کې خلک او د ښوونځيو زده کوونکي شکايت کوي، چې د ساينسي مضامينو ښوونکي نه لري او ډېرى زده کوونکو ته کتابونه هم نه دي رسېدلي.

 دغه زده کوونکي وايي، د کال له لومړيو يې د الجبر، کيميا، فزيک او هندسې کتابونه نه دي لوستي.

د پل علم د بابوس اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی د سيمې ښوونځي نيمايي درسي ساعتونه خالي وي او ښوونکي ښوونځي ته نه ورځي.

 نوموړی وايي: “داسې ورځ نه وي چې خپل بچي مې راته د ښوونځي شکايت ونه کړي.”

هغه زياتوي، درې زامن يې په دې لېسه کې زده کړې کوي او ټول کتابونه يې ورته له بازاره پېرلي دي.

د عبدالرحمن په خبره، پر ښوونځيو څارنه نشته او که داسې وي، نو د ښوونځيو په شتون کې به يې اولادونه نالوستي پاتې شي.

د پل علم د کمال خېلو د منځني ښوونځي  زده کوونکي  شکايت کوي، چې  هره ورځ   دوه او درې درسي ساعتونه خالي او ښوونکي يې غير حاضر وي.

د عبدالصبور په نامه يو زده کوونکی وايي، چې د ښوونځي حالت ته پاملرنه نه کېږي او نه يې څوک پوښتنه کوي.

نوموړى زياتوي، له يو کال راهيسې د درسي کتابونو کمښت او د ښوونکو پر له پسې غير حاضري ټول درسي بهير اغېزمن کړى او زده کوونکي يې ناهيلي کړي دي.

د پورک د نجونو لېسه هم له ورته حالت سره مخ ده، له يوه لوري د ساينسي مضامينو ښوونکي نشته او له بل لوري د کتابونو کمښت هم زده کوونکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

د يوولسم ټولګي زده کوونکې حوريه وايي، ډېر وخت يې د ښوونکو د غيرحاضرۍ له امله درسي ساعتونه تش وي.

 د نوموړې په خبره، دوى په ډېرو سختو شرايطو کې ښوونځي ته ځي، هره امنيتي ستونزه يې پر ځان منلې، خو سره له هغه هم د دوى زده کړو او د ښوونځي ستونزو ته پاملرنه نه کېږي.

 قومي مشر محراب الدين هم وايي، چې د لوګر د پوهنې حالت مخ په خرابېدو دى او که ورته پاملرنه ونه شي، نو ستونزې به يې نورې هم زياتې شي.

نوموړى زياتوي، د ښوونکو غير حاضري او کمښت او دغه راز د کتابونو نشتوالى عامه ستونزه ده او په ډېرى ښوونځيو کې شته، خو د پوهنې چارواکي د مسووليت احساس نه کوي.

 د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم امين  هم د ولسوالۍ په کچه د پوهنې په برخه کې اندېښنه لري.

نوموړى زياتوي، د خلکو د شکايتونو پر بنسټ يې له څو ښوونځيو ليدنه وکړه، چې ويې ليدل، په رښتيا هم درسي بهير کمزورى او زده کوونکو شکايتونه لرل.

  د ولسوال په خبره، په ځينو ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه جدي وه او ان درې زده کوونکي هم په ګډه يوه کتاب ته ناست وو.

 د لوګر د پوهنې رياست چارواکي په دومره کچه ستونزې نه مني او وايي، چې په هڅه له دغو ستونزو ځان وباسي.

د پوهنې رييس انجنير محمداکبر ستانګزی  وايي، د نجونو په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

هغه زياتوي، چې د پوهنې په نظام کې ډېره ستونزه نشته، درسونه په منظم ډول روان دي او ښوونکي هم ډېره غيرحاضري نه لري.

  لوګر ټول ٢٦٦ ښوونځي لري، چې ٨٤ يې د نجونو دي او په ټولو کې  ١٤٦٩٤٠ هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي.

په يادو ښوونځيو کې ٢٨٩٠ ښوونکي د تدريس چارې پر مخ بيايي او تر دې مهاله    اويا ښوونځي ودانۍ نه لري.