منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل سوېل لوېديځو سيمو ته د برېښنا رسولو د پروژې تړون لاسليک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د برېښنا شرکت له يوې ترکي کمپنۍ سره د کابل د سوېل لوېديځو (ارغندي او دشت برچي) سيمو ته د برېښنا رسولو، يو تړون لاسليک کړ.

د برېښنا شرکت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژه د اسيا پراختيايي بانک له لوري د ٤٨ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت، په وړيا توګه پر مخ وړل کېږي او د ١٣٩٥ لمريز کال په لومړيو کې به بشپړه شي.

سرچينه ليکي، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل د سوېل لوېديځو سيمو ( د کلا محب، چهل دختران او دشت برچي) څلوېښت زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه پروژه کې د ١٤٥ کيلومتره په اوږدوالي د منځني ولټاج او ٣٥٠ کيلومتره په اوږدوالي د ښکته ولټاج شبکې، د ٤٠ زره کورنيو ګډې برېښنا لپاره ١٦٥ ترانسفرمره، د شبکې ډيزاين، د تجهيزاتو لېږد، لګول او مونتاژ، په نظر کې نيول شوي دي.

د برېښنا شرکت د مطبوعاتو مسوول وحيد توحيدي په وينا، د دغې پروژې قرارداد نن د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د افغانستان د برېښنا شرکت د مشر عبدالرازق صمدي، د اسيا پراختيايي بانک د استازو او د فيکا په نوم (FEKA Construction industry and trade Inc)د يوې ترکي کمپنۍ تر منځ لاسليک شو.

نوموړي له نورو معلوماتو پرته وويل، چې د اسيا پراختيايي بانک له دې وړاندې هم د برېښنا په پروژو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.