ګردېز (پژواک ٢ تله ٩٢): د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د کليو پراختيا رياست له لوري د ثبات په نوم پرمختيايي پروګرام پيل شوى، خو د سيمې خلک شکايت کوي، چې دغه پروګرام چندان اغېزمن نه دى.
د ثبات پروګرام خپلې ټولګټې پروژې د هغو سيمه ييزه شوراګانو په مرسته او غوښتنه سرته رسوي، چې پخوا د ملي پيوستون د پروګرام له لوري په ياده ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.
د احمد ابا يو قومي مخور موسى جان ياد پروګرام ګټور بولي او وايي، چې د دغه پروګرام په پيلېدو سره به په ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې د خلکو شته ستونزې هوارې شي.
په پکتيا کې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ثبات په نوم پرمختيايي پروګرام چارې پيل او په تدريجي ډول څلورو ولسواليو ته وغځېدې.
دغه پروګرام په زرمت، وزې ځدراڼ، احمدخېلو، لجه منګل او اوس پنځمې ولسوالۍ احمدابا ته هم ورسېد.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي د دغه پروګرام چارې سستې بولي او وايي، چې تر اوسه پورې داسې پروژه نه ده پلې شوې چې د خلکو ستونزې هوارې کړي.
د زرمت يو قومي مشر عبدالرحمن وايي: ((څو مياشتې کېږي، چې په دې ولسوالۍ کې د سيکا په نوم د يو شمېر پروژو خبرې کېږي خو تر اوسه پورې يې موږ کومې پروژې نه دې ليدلې، چې خلکو ترې ګټه اخيستې وي.))
خو د پکتيا د کليو پراختيا او بيا رغونې رييس انجنير عبدالرحمن رحماني وايي، چې د سيکا (ثبات) پروګرام په پکتيا کې نوی دی او په سيمه کې د پرمختيايي پروژو د ځنډ لامل يې د شوراګانو مسوولينو او د سيمې خلکو ته د پروژو اړوند د عامه پوهاوي په برخه کې معلومات ورکول دي.
رحماني زياتوي، چې په زرمت او وزې ځدراڼو ولسوالۍ کې پروګرام په چټکۍ سره روان او د خلکو په غوښتنه ۴۳ پروژې منظورې شوې چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
د ثبات پروګرام له مخې د کليوالي سيمو خلک د خپلې اړتيا له مخې د پروژو غوښتنه کوي، چې بيا تر سروې او پلټنو وروسته پروګرام پيلېږي.










