منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان هوايي ډګر سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

ترينکوټ ( پژواک ١٤ تله ٩٢) : د اروزګان د هوايي ډګر سړک د يولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د سړک  پرانيستنې پر مهال د تلې په ١٤مه، د اروزګان والي امير محمد اخندزاده وويل، سړک ۲،۵  کيلومتره اوږد او د پخيدو چارې يې په پنځو مياشتو کې بشپړه شوې دي.

د والي په وينا، د سړک په پخولو ٤٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، پيسې يې د نړيوال بانک مرسته وه او د سړک د پخېدو چارې د فوايد عامې وزارت له لوري بشپړې شوې.

 د اروزګان والي د دې سړک پخيدل ډير اړين وبلل او زياته يې کړه، د سلګونو مسافرو تر څنګ به د سيمې د ډيرى خلکو ټرانسپورټي ستونزې راکمې کړي.

 د ترينکوټ اوسيدونکي هم د دې سړک د پخيدو هر کلى کوي او زياتوي، چې دوى ته به ډيرې  اسانتياوې  رامنځته کړي .

د سيمې اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل، د هوايي ډګر سړک پخوا خام و، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ و.

 نوموړى زياتوي، په دې خوشاله دى، چې د کور مخ ته يې پوخ سړک جوړ شو.

  د سيمې  اوسيدونکی او د سړک يو تن کارګر سميع الله وايي، له يوې خوا ورته د کار زمينه برابره شوه او له بل لوري د سړک په پخيدو خلکو ته اسانتياوې رامنځ ته شوې.

اوسمهال په اروزګان کې د سړک پخولو څو نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.