منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۱ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

“کورنۍ دې ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

 کابل(پژواک،١٥ تله ٩٢):د عامې روغتيا وزارت له ټولو کورنيو غوښتي، چې تر پنځو کلونو ښکته عمر لرونکي ماشومان دې د پوليو پر ضد واکسين کړي او همدارنګه له اړوندو ارګانونو يې هيله کړې، چې په بريالۍ توګه دې ددغه درې ورځيني کمپاين په پلي کولو کې له وزارت سره مرسته وکړي.

د پوليو واکسينو د مني کمپاين په دويمه دوره کې ، چې تېره ورځ پيل شو، ٨،٢ ميليونه ماشومان ، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ښکته دي، د پوليو يا فلج ناروغۍ پر وړاندې واکسينېږي او ٤،٧ ميليونه ماشومانو ته، چې عمرونه يې له ٦تر٩ مياشتو دي د ويټامين اې کپسول ورکول کېږي.

د عامې روغتيا وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه درې ورځنۍ کمپاين په ټولو ٣٤ ولايتونو کې کور په کور د ٥٦ زره رضاکارانو او عامې روغتيا چارواکو پر مټ پلى کېږي .

 د عامې روغتيا وزارت په ټول هېواد کې له دولتي لوړ پوړو او ټيټ پوړو چارواکو غوښتنه کړې، چې د پوليو واکسين په پلي کولو کې دې له رضا کارانو او د عامې روغتيا وزارت له منسوبينو سره  هره ډول همکاري وکړي، څو ماشومان بې واکسينه پاتې نه شي.

ياد وزارت له کورنيو هم غوښتي، چې تر پنځو کلونو ښکتني ماشومان دې، ددغې ناروغۍ پر ضد واکسين کړي.

د ماشومانو پوليو يا فلج، چې له شديدې تبې سره پيلېږي او مکروب يې دخولې له لارې ننوځي، د ماشومانو د دايمي معيوبيت او کله کله دمرګ سبب ګرځي.

 د عامې ورغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان زېږديز کال له پيل نه تر نن  پورې په ټول هېواد کې د پوليو درې پېسې  د ننګرهار په لعل پوره، شينوارو او بټي کوټ ولسواليو کې او درې نورې مثبتې پېښې د کونړ په خاص کونړ او وټه پور ولسواليو کې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر زېږديز کال د ماشومانو د پوليو ٣٧ پېښې په سوېل او سوېل لوېديځو ولايتونو کې ثبت شوې وې.

 

افغانستان، پاکستان او نايجيريا دنړۍ په کچه هغه درې انديميک هېوادونه دي، چې تر اوسه هم په کې پوليو په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

د عامې روغتيا وزارت د  چارواکو پر وينا، د عامې روغتيا وزرات هر کال ددغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په ټول هېواد کې څلور ملي او شپږ فرعي کمپاينونه ترسره کوي.