منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په لوګر کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

پل علم (پژواک ١٧ تله ٩٢): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د يوه صنعتي ښارګوټي جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د لوګر والي ارسلا جمال د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال د تلې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ښارګوټى پر ٥٠٠ جريبه ځمکه جوړيږي

والي زياتوي، د ښارګوټي جوړېدو لپاره د ماليې وزارت شپږ ميليونه امريکايي ډالره لګښت ورکوي.

هغه زياتوي، چې په دغه ښارګوټي کې به د لوګر صنعتګرو ته ځمکې ووېشل شي او دغه راز سلګونه خلکو ته به په کې د کار موکه پيدا شي.

د ارسلا جمال په وينا، صنعتي ښارګوټى به د لوګر د خلکو اقتصاد پر پښو ودروي.

نوموړى وايي، د لوګر لپاره يې هوايي ډګر، پوهنتون، برېښنا او د صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې په کارې لومړيتوبونو کې شاملې کړې دي.

د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر وفي الله افتخار وايي، د دغه صنعتي ښارګوټي له پرانيستلو سره به د سيمې پانګوال وهڅول شي، چې دلته کارخانې او فابريکې جوړې کړي.

هغه زياته کړه، دغه سيمه پلازمېنې کابل ته نږدې ده نو له همدې امله به د توکو لېږد رالېږد هم اسانه او ارازنه تمامېږي.

د سيمې يو قومي مشر حاجي شوکت د دغه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو هر کلى وکړ او زياته يې کړه، چې سلګونو ځوانانو ته به کار پيدا شي او د خلکو اقتصاد به وده وکړي.