منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

جلال اباد کې د محصلينو په لاس د جوړ شوو توکو نندارتون جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٨ تله ٩٢): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د لاسي صنايعو يو ورځنى نندارتون جوړ شو.

 دغه نندارتون ، چې د تلې په ١٨مه د الفلاح خصوصي پوهنتون په انګړ کې پرانيستل شوى و، په کې سلګونو محصلينو او نورو نندارچيانو په کې برخه اخيستې وه.

 د الفلاح د لوړو زده کړو موسسې مرستيال ډاکټر معشوق سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد نندارتون د دوى په مالي لګښت د دې موسسې د محصلينو له خوا د جوړو شوو توکو لپاره په لاره اچول شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې په دغه نندارتون کې ټول هغه توکي موجود دي ، چې د الفلاح د لوړو زده کړو موسسې د محصلينو له خوا جوړ شوي دي.

 دى وايي، چې له ياد نندارتون څخه يې موخه دا ده چې دوى له دې لارې نورو دولتي او شخصي پوهنتونونو ته له دې لارې پيغام وړاندې کړي تر څو هغوى هم د نظري چارو تر څنګ عملي چارې هم پيل کړي.

 ډاکټر معشوق زياتوي: ((بل هدف دا دى چې موږ څنګه کولى شو خپلو توليداتو ته بازار پيدا کړو او څه ډول يې توليد کړو.))

 د نوموړي په وينا، په ياد نندارتون کې ټول هغه توکي موجود دي چې د دې موسسې د محصلينو له لورې جوړ شوي دي.

 دى زياتوي، چې د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې يواځې عملي زده کړې ورکول کېږي او کوښښ بايد وشي چې عملي زده کړې هم وشي.

د يادې موسسې مرستيال وايي، چې پنځو افغاني فابريکو ته يې هم په دغه نندارتون کې ځاى ورکړى و، تر څو هغوى د محصلينو له نندارتون څخه ليدنه وکړي او له دوى سره خپلې تجربې شريکې کړي.

 د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته د ياد نندارتون په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې نور پوهنتونونه هم بايد د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې وړاندې کړي.

 د ده په خبره، که په هر پوهنتون کې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې ورکړل شي له يوې خوا به د محصلينو د زده کړې کچه لوړه شي او له بله خوا به يو څه توليد شي.

 دى زياتوي: ((زه هيله من يم چې نن کوم توکي محصلينو توليد کړي همدغه محصلين په راتلونکي کې خپلې کمپنۍ جوړې کړي.))

 رومل سادات چې د انجنيرۍ پوهنځي محصل دى پژواک ته وويل، چې دوى د الفلاح پوهنتون د کوچني لرګين تعمير سربېره يو شمېر نور زينتي توکي جوړ کړي چې نن يې نندارې ته وړاندې کړي دي.

 ده وويل: ((موږ د پنير پچۍ، همداراز ځيني نور توکي هم جوړ کړي دي))

 د ياد پوهنتون يو بل محصل پژواک ته وويل، چې دوى د زيتونو اچار، لاسي پکي، واسکټونه، پکول او چپه دوربين يې هم نندارې ته وړاندې کړي دي.