منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“نور په تورخم کې د بيارغونې په نوم پيسې نه اخيستل کېږي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٨ تله ٩٢): د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال وايي، چې په ننګرهار کې ټولې هغه ناقانونه پيسې چې پخوا اخيستل کېدې له پرون ورځې راهيسې بندې دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې له لويو سوداګريزو موټرو د بيارغونې په نوم د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شېرزي په حکم پيسې اخيستل کېدې.

څو مياشتې مخکې د ولسمشر د يوه ځانګړي فرمان پر اساس يادې پيسې يواځې د يوې اونۍ لپاره بندې شوې او له هغه وروسته د غزني د بيارغونې په نوم د پيسو صندق پرانيستل شو، چې هره ورځ سلګونو زره افغانۍ د غزني د بيارغونې او د ترازو په نوم ولايتي ادارې اخيستې.

د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال د تلې په ١٨مه له له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، هغه غيرې قانوني پيسې چې پخوا په تورخم کې د ترازو او يا هم د غزني د بيارغونې په نوم اخيستل کېدې له دې وروسته نه اخيستل کېږي، او پرون يې د يوه رسمي مکتوب له مخې بندې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((پرون مې ټولو ته مکتوب ولېږه او هېڅوک وروسته له دې حق نه لري چې غير  پېسې،يا د ترازو او يا هم د بيارغونې په نوم واخلي.))

ګرديوال زياتوي چې پخوا تله د فوايد عامې رياست اړوند وه خو کسان په کې د هغوى نه وو ناست، اوس يې د فوايد عامې رياست ته هم حکم کړى چې تله په خپل واک کې واخلي او د نا قانونه  پيسو د اخيستو مخه ونيسي.

خو ګرديوال د هغو کسانو نوم په ډاګه نه کړ، چاچې غير قانوني پيسې راټولولې.

د ننګرهار سرپرست والي دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې د ننګرهار پخوانى والي ګل اغا شېرزي څو ورځې وړاندې له دغه ولايته استعفاء وکړه.

ګرديوال پر ټولو سوداګرو او لويو موټر لرونکو غږ وکړ چې که هر چا ترې يوه افغانۍ هم غېر قانوني غوښتل نو ده ته دې مراجعه وکړي، تر څو له غوښتونکي سره قانوني کړنې ترسره کړي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزه شينواري د ننګرهار د سرپرست والي دغه اقدام ستايي او ادعا کوي چې پخوا د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شېرزي له لوري په بېلابېلو نومونو د ورځې په لکونو افغانۍ له سوداګرو څخه اخيستل کېدې چې د نوموړي شخصي جېب ته به لوېدلې دي.

د انګېزې په خبره، چې يادې پيسې د غزني د بيارغونې او يا هم د ننګرهار د بيارغونې په نوم اخيستل کېدې خو تر اخره پورې هېڅ چا دا غير قانوني پيسې بندې نه کړې.

هغه زياته کړه: ((له سوداګرو نه به يې د موټر پر سر دوه يا درې زره افغانۍ اخيستې او زور به يې بېرته له دغه غريب ولس نه ووت.))

انګېزه پر ولايتي ادارې هم غږ کوي چې يو شمېر نورې غير قانوني پيسې چې په تورخم کې د سرحدي پوليسو له لوري اخيستل کېږي هم مخه دې ونيسي.

سوداګر حاجي نذير پژواک اژانس ته وويل، چې له نن ورځې راهيسې په تورخم کې د بيارغونې او د تلې په نوم پيسې بندې شوې دي.

دى وايي، چې پخوا به يې ترې د تلې او بيارغونې په نوم زرګونه افغانۍ اخيستې خو له نن ورځې راهيسې يادې پيسې بندې شوې دي.

ده زياته کړه: ((موږ چې نن کوم مالونه راوړي له يوه نه يې هم پيسې نه دي اخيستي.))

پژواک هڅه وکړه، چې په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې نظر هم په دې اړه راواخلي خو د نظر په اخيستو ونه توانېد.

خو د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شېرزي يادې ادعاوې رد کړې وې او زياته کړې وه، چې ياده تله د فوايد عامې وزارت اړوند ده.

د شېرزي وياند احمدضياء عبدالزي هغه مهال پژواک ته ويلي وو، چې د تورخم په تله کې د ننګرهار ولايت مقام کار کوونکي نه بلکې د فوايد عامې رياست خپل کار کوونکي پر دندو بوخت دي.

نوموړي هغه ادعاوې په کلکه رد کړې وې چې له مخې يې د ولايت مقام کار کوونکي د تورخم په تله کې له موټرو غير قانوني پيسې اخلي.