منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پيل کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

 کندهارښار(پژواک،١٨تله٩٢):د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په راتلونکې نومبر مياشت کې په دغه ولايت کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پيل کېږي.

 د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون به د هېواد په کچه لوى پوهنتون وي، چې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.

 که څه هم د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې لا نه دي پيل شوي، خو چارواکي وايي، تر هغه چې تر راتلونکو دوو يا دريو کلونو د دغه پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي، اوس مهال يې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کوي.

 په دې اړه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او له هندوستان هېواد څخه راغل پلاوي خبريالانو ته معلومات ورکړل.

 ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، د زراعتي علومو او ټکنالوژى ملي پوهنتون د هندوستان هېواد د هغو ٥٠٠ ميليونه ډالرو مرستې يوه برخه ده، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د دغه هېواد لومړي وزير من موهن سنګهـ افغانستان د خپل سفر پر مهال د هغو ژمنه کړې وه.

 هغه زياته کړه، د دغې مرستې ١٠٠ ميليونه ډالر د دغه پوهنتون لپاره د ودانۍ پر جوړولو لګېږي، چې د ترنک تحقيقاتي فارم په پنځه زره جريبه ځمکه کې جوړېږي.

 خو هغه وويل، تر هغه، چې تر راتلونکو څو کلونو دغه ودانۍ جوړېږي او سمهال د ولسمشر له حکم سره سم دغه پوهنتون د کرنې او مالدارۍ انسټيټوټ په ودانۍ کې پيل کوي.

 دى وايي، اوسنۍ موقتي ودانۍ د ١٢٠٠ ښځينه او نارينه محصلينو لپاره د ليليې، درس ويلو، خوراک او اړوندې نورې اسانتياوې لري.

 د هغه په خبره، د لومړي ګام په توګه به په دغه پوهنتون کې نژدې پنځوس تنو د زراعت له پوهنځي څخه فارغو شويو محصلينو ته د تخصص او ماسټرۍ په کچه تدريس پيل شي.

 ده وويل: ((که څه هم د هيواد په کچه شته ٢٤ پوهنتونونه ټول د زراعت پوهنځي لري، خو د افغانستان ستونزه دا ده، چې د کرنې په بېلابېلو څانګو کې متخصصين نه لري، چې دغه تشه به د دغه پوهنتون له لارې ډکه شي.))

 د نوموړي په وينا، په دغه پوهنتون کې به نه يوازې افغان ښوونکي، بلکې د هندوستان هېواد ښوونکي هم تدريس کوي.

 والي دغه راز وويل، چې د هېواد په کچه به دغه پوهنتون په اوو زراعتي زونونو کې څانګې ولري، د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې به څېړنې کوي او پايلې به يې د همدې پوهنتون له لارې له کروندګرو سره شريکېږي.

 دى وايي، د دغه پوهنتون د جوړولو لپاره د هندوستان او افغانستان د زراعت او مالدارۍ د کارپوهانو دوه ګروپونه جوړ شوي، چې څو ځله يې د پوهنتون پر اړوندو چارو بحثونه کړي او دغه لړۍ دوام لري.

 له هندوستان هېواد څخه د راغلي پلاوي په استازيتوب ډاکټر سنګهـ وويل، چې هېواد يې د دغه پوهنتون لپاره په لوړ معيار ودانۍ جوړوي، چې ټول اړوند پرمختللي سامان الات، د څېړنې لپاره لابراتوارونه او نورې اسانتياوې ولري.

 نوموړى د کرنۍ د ودې په برخه کې دا د افغانستان لپاره ښه فرصت وګاڼه او ويې ويل، چې ډېر محصلين د لوړو زده کړو او تخصص لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې دغه پروسه هم سخته ده او هم ډېر لګښت لري، خو د دغه پوهنتون په جوړېدو به دغلته د زراعت او ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې محصلينو ته د ماسټرۍ او تخصص امکانات برابر شي.

 د کندهار ولايت اوسېدونکي دغه اقدام د هېواد د کرنې او مالدراۍ په وده کې ډېر مهم ګام ګڼي او وايي، چې په دې سره به محصلينو ته دا زمينه برابره شي، چې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو څانګو کې تخصص او پي ايچ ډي وکړي.

 د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل عبدالسلام پژواک ته وويل، د هغه د معلوماتو له مخې په دغه پوهنتون کې ٥ پوهنځي او د کرنې او مالدارۍ اړوند ١٦ څانګې فعاله کېږي، چې محصلين به پکې تخصص اخلي.

 دى وايي، محصلين به دلته څېړنې کوي او د څېړنو پر پايلو به کروندګرو سره ګډ کار کېږي، چې دا د هېواد په تاريخ کې د کرنۍ په وده کې يو لوى ګام دى.