کندهار (پژواک ٢٩ تله ٩٢): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو معيار ټيټ، خو مياشتني فيسونه يې لوړ دي.
په کندهار ولايت کې د شخصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي، اوس مهال په دغه ولايت کې د ٢ خصوصي پوهنتونونو تر څنګ ١٤ شخصي ښوونځي او ٥٥ ښوونيز مرکزونه او کورسونه فعال دي، چې له ٣٥ زره څخه زيات زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
په ګڼ شمېر دغو ښوونځيو کې د افغانستان د پوهنې وزارت ټاکل شوى نصاب تدريسېږي، خو په محدود شمېر ښوونځيو کې د ياد شوي نصاب تر څنګ د اکسفورډ نصاب هم شامل دى، چې دا مهال په ګڼ شمېر هېوادونو کې تدريسېږي.
خو خلک له دغو ښوونځيو شکايت کوي او وايي، چې په شخصي ښوونځيو کې د زده کړې معيار هغسې نه دى، چې څنګه بايد واى.
د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکى نجيب الله وايي، په لومړيو کې خلک د خصوصي ښوونځيو جوړېدو ته خوشحاله وو او فکر يې کاوه، چې که اولادونه يې په دولتي ښوونځيو کې د ټيټ معيار او د مسلکي ښوونکو د نشتوالي او نورو ستونزو له امله سمې زده کړې نه شي کولاى، نو دا تشه به شخصي ښوونځي ډکه کړي.
هغه زياته کړه، د خلکو دا هيله سمه و نه ختله، اوسمهال په کندهار کې شته شخصي ښوونځي هم ورته ستونزې لري، چې د زده کړو معيار په کې ټيټ او مياشتني فيسونه يې لوړ دي.
د ده په وينا، ډېر دغه ښوونځي تجارتي بڼه لري، د دې پر ځاى چې د معياري زده کړو په بدل کې له زده کوونکو فيس واخلي، په دې فکر کې دي، چې څنګه پيسې پيدا کړي.
د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکيو د دې لپاره چې اولادونه يې په ښه چاپېريال کې معياري زده کړې وکړي، د زده کړو لپاره کابل او يا هم له کرښې ها خوا د کويټې ښار ته لېږل.
يو شمېر دغه وګړي وايي، چې که څه هم په کندهار کې يې د خصوصي ښوونځيو له فعالېدو سره خپل اولادونه همدلته په زده کړو بوخت کړي دي، خو معيار يې هغسې نه دى، لکه څنګه چې يې دوى غواړي.
منيراحمد يو له هغو کسانو دى، چې خپل دوه اته کلن او ديارلس کلن زامن يې کوېټې ته د درس ويلو لپاره لېږلي وو، خو اوس يې همدلته په يوه شخصي ښوونځي کې شامل کړي دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا چې په کندهار کې امنيتي شرايط ښه نه و او په دولتي ښوونځيو کې د زده کړې معيار ډېر ټيټ و، نو خپل اولادونه مې کويټې ته د زده کړو لپاره لېږلي وو، چې هلته زموږ له دوستانو سره اوسېدل.))
دى وايي، اوس چې دلته د شخصي ښوونځيو شمېر زيات شوى او په ځينو کې د معارف د نصاب تر څنګ د اکسفورډ د انګليسي ژبې نصاب هم تدريسېږي، خپل اولادونه يې راګرځولي او همدلته يې په يوه خصوصي ښوونځي کې شامل کړي دي.
خو هغه شکايت کوي، چې دغلته د شخصي ښوونځيو معيار ډېر ټيت دى، ځکه ډېر درسي ساعتونه يې خالي وي، د ښوونکو د پوهې کچه يې ډېره ټيټه ده، ودانۍ يې معياري نه دي او دغه راز مياشتني فيسونه يې هم ډېر لوړ دي.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د کابل شاه سيمې اوسېدونکى ډاکټر عبدالغني هم وايي، چې مخکې يې يوې لور او يوه زوى په يوه دولتي ښوونځي کې زده کړې کولې، خو دا چې هلته يې ورته سم درس نه وايه، په يوه شخصي ښوونځي کې يې شامل کړل.
ده زياته کړه، په شخصي ښوونځيو کې هم د معيار د ټيټوالي ستونزه ده، د دغو ښوونځيو ډېرى يې غير معياري او پر اصولو برابرې ودانۍ نه لري، فيسونه يې تر اسمانه رسېږي، ښوونکي يې مسلکي پوهه نه لري او ځينې خو لا داسې هم دي، چې تر اوسه راجسټر شوي هم نه دي.
په کندهار د يوه شخصي ښوونځي زدهکوونکی سعيد احمد چې د شمس لندن اکاډمۍ د پنځم ټولګي زده کوونکى دى وايي، د مياشتې ٣٠٠٠ افغانۍ د زده کړې فيس او ١٥٠٠ افغانۍ د ټرانسپورټ فيس ورکوي، خو درسونه يې هغسې نه دي، لکه چې د هغه او د هغه د مور او پلار غوښتنه ده.
ده وويل: ((ډېر درسي ساعتونه مو خالي پاته وي، د اکسفورډ نصاب کتابونه داسې ښوونکي راته وايي، چې هغوى يې د تدريس په ميتود نه پوهېږي، د نورو مضمونونو ښوونکي مو هم ډېر کمزوري دي.))
خو په کندهار کې د شخصي ښوونيزو مرکزونو مسوولين بيا دا نه مني، چې ګواکې فيسونه يې لوړ دي، يا يې د تدريس معيار ټيټ دى.
په کندهار ښار کې د شمس لندن اکاډمۍ د داخلې مدير خواجه رحمت الله صديقي وايي: ((موږ مياشتني فيسونه له پوهنې وزارت سره په تفاهم ټاکلي او بيا مو له همدغه فيس څخه زده کوونکو ته امکانات چمتو کړي دي، په داسې حال کې چې له همدې فيس څخه دولت ته ماليه هم ورکوي.))
هغه زياته کړه، هغوى هڅه کړې، مسلکي ښوونکي په دندو وګوماري، تر څو خلکو ته د فيس په بدل کې د ميعاري زده کړو زمينه برابره کړي، چې په دې برخه کې د پوهنې رياست چارواکي وخت پر وخت د هغوى له چارو څخه نظارت کوي.
د نوموړي په وينا، کېداى شي يو شمېر ښوونځي او ښوونيز مرکزونه ستونزې ولري، خو ډېر يې بيا له ټاکل شويو معيارونو سره سم فعاليت کوي.
د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، په يوه وروستي ګام کې يې په دغه ولايت کې د شته شخصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو د څارنې لړۍ پيل کړې، چې پر مهال به يې ټول هغه مرکزونه وتړل شي، چې يا يې کيفيت معياري نه وي او يا له پوهنې رياست سره راجسټر نه وي.
د دغه رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري پژواک اژانس ته وويل، چې هغوى له خوا د شخصي ښوونځيو لپاره د مسلکي ښوونکو شتون، سم چاپېريال، ښه تدريسي بهير، کتابتون او عصري ودانۍ ټاکل شوي معيارونه دي.
ده زياته کړه، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې يې اووه داسې ښوونيز مرکزونه چې راجسټر نه وو، راجسټر کړي او څلور نور به په راتلونکو څو ورځو کې راجسټر کړي.
دى وايي، په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت له خوا د شخصي ښوونځيو لپاره نوې لايحه جوړه شوې، چې په کې د دغو مرکزونو لپاره نوي معيارونه وضع شوي، چې مهم يې د معيار ساتل او هغو مرکزونو ته خبردارى دى چې له ټاکلو اصولو مطابق فعاليت نه کوي.
په کندهار ولايت کې د خصوصي ښوونځيو سره په خوا کې د ٤٠٠ په شاوخوا کې دولتي ښوونځي هم فعاليت لري، چې د ٥٠ زره نجونو په ګډون په کې تر ١٨٠ زرو زيات زده کوونکي زده کړې کوي.
د کندهار اوسېدونکي د دولتي ښوونځيو د زده کړې له بهير څخه هم رخوښ نه دي او وايي، چې د مسلکي ښوونکو، کتابونو، لابراتوارونو او د معياري ودانيو کمښت په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له خنډونو سره مخ کړى دى.