منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اړوندو ادارو د بېړنيو مرستو په اړه د چمتووالي خبر ورکړ

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٢): د بېړنيو حالاتو کمېټه وايي، په ژمي کې د هېواد په کچه د دوه ميليون تنو زيان منونکو اټکل شوى خو د احتمالي پېښو پر مهال د بېړنيو مرستو چمتووالى لري.

نن د افغانستان د بېړنيو حالاتو کمېټې غړي هر يو د کرنې او مالدارۍ وزير محمداصف رحيمي، د کليو او پراختيا وزير ويس احمد برمک، د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست شجاع الدين ضيايي، د سرې مياشتې مشره فاطمه ګيلاني، د عامې روغتيا وزارت مرستياله ناجيه طارق او د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداري مرستيال محمد اسلم سياس د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په دې موخه غوښتل شوي وو، تر څو د جرګې غړو ته معلومات ورکړي، چې په راتلونکي ژمي کې يې د احتمالي پېښو لپاره څه تيارى نيولى دى.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د بېړنيو حالاتو کمېټه بايد د هر ډول طبيعي پېښو پر مهال د مرستو چمتووالى ولري.

هغه وايي، چې د جرګې له غړو او خلکو سره داسې اندېښنې شته، چې د ژمي په موسم کې به ځينې لويې لارې د واورو له امله وتړل شي.

ده په دغه استماعيه غونډه کې د بېړنيو حالاتو له کمېټې وغوښتل د نورو احتمالي پېښو پر مهال له پېښو ځپلو سره د مرستو تر څنګ د لارو پرانيستنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کليو او پراختيا وزير او د بېړنيو حالاتو کمېټې مرستيال ويس احمد برمک وويل، چې دې کمېټې له پېښو سره د مبارزې په موخه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زيان منونکي سيمې په نښه کړې دي.

د ده په وينا، د کمېټې څېړنې ښيي، چې په راتلونکي ژمي کې د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې شاوخوا دوه ميليونه کسان زيان منونکي پېژندل شوي دي.

خو هغه زياته کړه: ((د بېړنيو حالاتو کمېټه د هر ډول پېښو پر مهال د بېړنيو مرستو لپاره چمتووالى لري.))

د برمک په وينا، د بېړنيو حالاتو کمېټه د خوراکي او غير خوراکي توکو ترڅنګ، د طبيعي پېښو پر مهال له خلکو سره د مرستې لپاره ٨١ ميليونه افغانۍ هم په واک کې ولري.

هغه زياته کړه، چې ١٢زره ټنه د سون توکي، ١٧ زره کڅوړې چې د کورنۍ لپاره اړين شيان لکه د پخلنځي اړين وسايل او نور توکي په کې وي، ٨٣ زره کمپلې او ٢٨ زره ترپالونه هم ولايتونو ته استول شوي دي.

برمک وايي، چې د کليو او پراختيا وزارت د پېښو پر مهال د لارو د پرانيستلو او د څښاک اوبو رسولو لپاره هم چمتووالى لري.

 د کرنې او مالدارۍ وزير محمداصف رحيمي وويل، چې دغه وزارت د پېښو پر مهال له خلکو سره د مرستې په موخه د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته ٦٠متريک ټنه غنم او ٨ ټنه نور خوراکي توکي لېږدولي دي.

هغه زياته کړه، چې نور اړين توکي هم له دوى سره په زېرمو کې شته، چې په ژمي کې به د احتمالي طبيعي پېښو پر مهال پر مستحقينو ووېشل شي.

رحيمي زياتوي: ((د پېښو پر مهال به زموږ وزارت جدي اقدامات وکړي.))

 د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن وويل، چې دغه وزارت په کوتلونو او نورو سيمو کې ٦٠ هغه سيمې په نښه کړې او تيارى يې ورته نيولى، چې کېداى شي په ژمي کې بېړنيو مرستو ته اړتيا پيدا کړي.

خو هغه وايي، چې دغه وزارت ځيني وختونه د پېښې پر مهال په سيمه کې د تجهيزاتو له ستونزو سره مخ کېږي.

د ده په وينا، د سالنګ په تونل کې چې کابل له شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي د اړتيا په وخت کې د مرستو لپاره ګرځنده ډلې جوړې کړي او د تونل برېښنايي سيستم يې هم فعال کړى دى.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست شجاع الدين ضيايي وويل، چې دغه وزارت د سيلابونو د مخنيوي لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې اړين کارونه ترسره کړي دي.

دى وايي، چې د امو سيند په څنډو کې شاوخوا ٧٠٠ کيلومتره سيمه د سېلاب له ګواښ سره مخ ده، خو په روان کال کې د دغه سيند د سواحلو د ټينګښت ٣٧ پروژې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ هر کال پنځه ميليون ډالره د امو سيند د سواحلو پر تحکيم لګوو.))

په ياده غونډه کې د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ناجيه طارق وويل، چې دغه وزارت په ژمي کې د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي دي.

هغې وويل، چې په ژمي کې د هېواد په ٩٨ولسواليو کې شاوخوا ١،٥ميليون تنه روغتيايي مرستو ته ډېره اړتيا لري.

طارق وايي، چې د عامې روغتيا وزارت له دغو کسانو سره د مرستې په موخه ګرځنده ډلې جوړې کړې او اړين درمل يې هم په واک کې ورکړي دي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشرې فاطمې ګيلاني وويل، چې دې ټولنې په روان کال کې د دې وړتيا پيدا کړې، چې د خپلو رضاکارو ډلو لارې، نا امنو ولسواليو ته هم مرستې ورسوي.

ګيلاني وايي،چې دغه ټولنه د هېواد په نورو ولايتونو کې ستونزې نه لري، خو په نورستان کې خلکو ته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخ ده.

هغې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((نورستان ته، چې څو ځلې موږ مرستې استولې، خلکو ته نه دي رسېدلې.))

 له پېښو سره د مبارزې ادارې مرستيال محمد اسلم سياس وويل، چې دې اداره هم په ژمي کې د احتمالي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال له پېښو ځپلو سره د مرستو چمتووالى لري.

هغه وايي، چې افغان او بهرنيو ځواکونو هم ورسره ژمنه کړې، چې د پېښو پر مهال به ورسره د څرخي الوتکو مرسته وکړي.

سياس وايي، چې دغې ادارې د زيان منونکو سيمو راپور برابر کړى او د پېښې پر مهال د مرستو د همغږې کولو لپاره يې اړوند ارګانونو او ټولو ولايتونو ته استولى دى.