کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٢): د کابل د نوي ښار په پروژه کې د لوړو زده کړو لپاره يوه سيمه ځانګړې شوه، چې په يوه برخه کې به يې اسلامي پوهنتون جوړ شي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه نن د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد او د کابل د نوي ښار د پراختيا ادارې اجرايوي مشر ترمنځ تړون لاسليک شو.
د ده په خبره، د دغه تړون له مخې به د کابل د نوي ښار په پروژه کې د لوړو زده کړو لپاره ٤٠ هکتاره ځمکه ځانګړې شي او په يوه برخه کې به يې په نړيوالو معيارونو برابر اسلامي پوهنتون جوړ شي.
خو هغه ونه ويل، چې د ياد پوهنتون چارې به کله پيل او څومره لګښت به پرې راشي.
ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په دې سيمه کې په نړيوالو معيارونو برابر د لوړو زدو کړو لپاره زمينه برابره شي.
د کابل د نوي ښار د پراختيا ادارې اجرايوي مشر انجنير غلام سخي حسن زاده ويلي، چې د کابل د نوي ښار عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
نوموړي دغه پروژه د افغانستان له لويو او مهمو پروژو څخه بللې او ويلي يې دي، چې دغه ښار يې د نړۍ په کچه نمونه ښار وي .
د کابل په نوي ښار کې د کابل د ده سبز ولسوالۍ او د پروان ولايت د باريک اب سيمې شاملې دي او د ماسټرپلان کار يې په ١٣٨٥ کال کې د جاپان د يوې موسسې (جايکا) له لوري پيل شوى دى.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په دې ښار کې چې ٣٧٠ زره جريبه مساحت لري، د نورو اړينو تاسيساتو ترڅنګ شاوخوا درې ميليونو کسانو ته له ٦سوه زرو څخه ډېر کورونه جوړيږي.










