ګردېز (پژواک ٧ لړم ٩٢): د پکتيا د مرکز ګردېز د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي وايي، که چېرې يې ښوونکي درسي اعتصاب ته دوام ورکړي نو د کانکور په ازموينه کې به بې پايلې پاتې شي.
له تېرو دوو-درېيو ورځو راهيسې په پکتيا کې سلګونه ښوونکو د دولت له خوا د نومرو د نه ورکولو له امله کاري اعتصاب کړی دی.
دغه ښوونکي، چې شمېر يې پنځه سوه تنو ته رسېږي ګواښ کړی، که دولت د دوی غوښتنه پر ځای نه کړي درسي اعتصاب ته به دوام ورکړي.
خو د پکتيا ولايت د دوولسمو ټولګيو زده کوونکي اندېښنه لري، که چېرې د ښوونکو درسي اعتصاب اوږد شي، نو دوی به د کانکور په ازموينه کې بې پايلې شي.
د عبدالحي ګردېزې لېسې د دوولسم ټولګي زده کونکی محمد اکرم وايي: ((که چېرې ښوونکي د دوولسم ټولګي پاتې درسونو ته حاضر نه شي، نو زياتره زده کوونکي به د کانکو ر په ازموينه کې پاتې راشي.))
د ګردېز ښار د تجربوي لېسې يو زده کوونکی نورولي هم وايي، چې دولت دې د ښوونکو ستونزه حل کړي ، تر څو دوی درسونو ته حاضر شي.
نورولي له ښوونکو هم غواړي، چې درسي اعتصاب دې پاى ته ورسوي او له نورو لارو دې له اړوند ادارو سره خپلې ستونزې حل کړي.
خو ښوونکي ټينګار کوي، که چېرې د دوی غوښتنه ونه منل شي، نو دوی به هېڅکله هم خپلو دندو ته حاضر نه شي.
د عبدالحی ګردېزې لېسې يو ښوونکى لعل محمد وايي، شاوخوا پنځه کاله وړاندې ورته د ګردېز ښار په جنوب د بنوزيو په سيمه کې يوه نومره ځمکه ورکړل شوې وه، ان تر دې چې د ښاروالۍ پيسې يې تحويل کړې وې او کار يې هم پرې کړی وو.
دی وايي، دغه ځمکه د ځايي خلکو د دعوې له امله له دوی څخه وګرځول شوه، چې تر اوسه پورې بل ځای کې نه ده ورکړل شوې.
د يادې لېسې يوه بل ښوونکي شېر عالم پژواک ته وويل، له پنځو کلونو راهيسې دولت د نومرو د ورکړې وعده کوي ، خو تر دې مهاله نه ده عملي شوې.
نوموړی وايي، که دولت ورته د يادې ستونزې په اړه قانع کوونکی ځواب ورنه کړي هېڅکله به دندې ته حاضر نه شي.
تر اوسه د پکتيا د پوهنې رياست چارواکو د دې ستونزې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او له خبرو کولو يې ډډه کړې ده.
څه موده مخکې د دغه رياست چارواکو پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې دوی هڅه کوي د ښوونکو دغه ستونزه حل کړي.
د پکتياد پوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق ويلي وو، دوی د دفاع له وزارت سره خبرې کړي او د ګردېز ښار په لوېديځ کې يې د زندان تر څنګ د ځمکې غوښتنه ترې کړې ، چې له دې سره به د ښوونکو ستونزه حل شي.
د يادولو ده، له دې وړاندې هم د ګردېز او شاوخوا سيمو د ښوونځيو ښوونکو دا ډول درسي اعتصاب کړی و ، خو د ځايي ادارې له خوا په تکرار د نومرو د ورکولو ژمنه ورکړل شوې وه.










