ژبه

“هندي کمپنۍ به په نږدې راتلونکې کې د حاجيګک اوسپنې رابرسيره کړي”

سنگريار

۸ لړم ۱۳۹۲ - ۱۷:۰۳

۱۱۳ کتنې

 کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٢): د کانونو وزارت وايي، له کانسرسيوم سره د حاجيګک اوسپنې کان د قرارداد په برخه کې، چې ارزښت يې لس ميليارده او اته سوه ميليون ډالرو ته رسيږي، په زياتو مواردو کې سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د کانونو وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: “د کانسرسيوم په نوم هندي کمپنۍ سره، چې د اووه سترو کمپنيو سرمشري په غاړه لري، د اوسپنې د دغه کان د قرارداد په برخه کې نږدې اتيا سلنه پرمختګ شوى دى.”

د صديقي په وينا، يواځې تر ټولو مهمه موضوع، چې دواړه خواوې پرې بحث کوي، د حاجيګک کان د اوسپنې لېږدولو يا ترانسپورتي برخه  ده، چې هغه هم د هوارېدو په حال کې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې په کال ١٣٩٠ د کب په مياشت کې د کانونو وزارت د حاجيګک د اوسپنې د استخراج په برخه کې دغه هندۍ کمپنۍ د قرارداد ګټونکې اعلان کړه، خو له هغې وروسته دغه چارې د نامعلومو دلايلو له مخې په ټپه ودرېدې، چې تردې مهاله يې لا برخيلک معلوم نه شو.

د حاجيګک اوسپنې کان، چې په باميانو ولايت کې دى، د کانونو وزارت له لوري په ١٩٦٠زېږديز کشف شو، چې نږدې ١٠،٨ ميليارده ټنه اوسپنيز کاني مواد لري، چې ٦٢ سلنه يې خالصه اوسپنه جوړوي.