ژبه

خوست (پژواک ١٣ لړم ٩٢): په خوست کې يو شمېر خلک د يوناني دواخانو له حکيمانو شکايت لري او وايي، يوناني درمل د دې پر ځای چې انسان ته ګټه ورسوي، تاوان پېښوي.

خلک له دولته غوښتنه کوي، چې په ښار کې دې ټولې يوناني دواخانې وڅاري او حکيمان، چې زده کړې ونه لري، خلکو ته دې دوا نه ورکوي.

د خوست ښار يو اوسېدونکی او د پوهنتون محصل امان الله وايي، که څه هم يوناني درمل د ډېرو ناروغيو لپاره موثر دي خو زياتوي، چې په ډېرو مواردو کې د غلط استعمال په نتيجه کې زيانمن تمامېږي.

امان الله وايي، که يوناني درمل د مشخصې ناروغۍ په مقابل کې استعمال نه شي، نو کېدای شي، چې د انسان لپاره خطرناکه ثابته شي او د نورو ناروغيو د رامنځته کېدو وېره لري.

هغه دا ښه بولي، چې لومړی دې د ناروغۍ تشخيص وشي او وروسته دې مطابقه يوناني دوا وکارول شي.

امان الله زياتوي، د يوناني دواخانو حکيمان پرته له دې چې ناروغي تشخيص کړي، ناروغ ته پر خپل سر دوا ورکوي او د دې پر ځای، چې اغېزمنه تمامه شي، پر ناروغ بد تاثير کوي.

هغه وايي: ((دوی ته چې يو ناروغ مراجعه کوي او د ملاريا درمل غواړي نو دوی د کومې ملاريا دوا ورکوي، ايا دوی ملاريا تشخيص کړه، همدارنګه معده ډېر مرضونه لري، دوی په عموم کې د معدې دوا درکوي، چې کېدای شي، نور مرضونه رامنځته کړي، کله چې امراض تشخيص نه شي، نو د دوا ورکول، د دې پر ځای چې ګټه وکړي، نقص لري.))

دلاور خان د خوست ښار يو بل اوسېدونکی دی، چې د يوناني درملو د استعمال په خلاف نظر لري خو هغه وايي، ستونزه په يوناني درملو کې نه ده، بلکې هغه حکيمان، چې پر خلکو يوناني دوا خرڅوي، هغوی ته د ناروغۍ مطابق درمل نه ورکوي.

دلاور خان وايي، يو يوناني حکيم د ډېرو ناروغيو د معالجې ادعا کوي خو زياتوي، چې په اصل کې دغه کار د طب د نظر پر خلاف دی.

هغه په دې نظر دی، که کوم څوک يوناني درمل استعمالول غواړي، نو له يوه مسلکي ډاکټر سره دې له مشورې وروسته دا کار وکړي.

هغه په دې اړه پژواک ته داسې وويل:((يوه ورځ زه په خوست ښار کې روان وم، دوو سپين ږيرو راته وويل، چې ليک لوست کولای شې؟ ما ورته وويل، دوی ويل، چې په دې دوا خانه باندې يې څه ليکلي؟، ما ورته وويل، چې د تور زيړي، شکر او داسې ډېرو نورو ناورغيو علاج کېږي. ما ورته ويل، دا هسې تجارت دی، نو هغه دوکاندار ما ته وويل، چې ته ولې داسې خبرې کوې، ما ورته وويل، زه صحيح وايم، او ته کله د ټولو ناروغيو معالج يې.))

د ښار يو بل اوسېدونکی زيرک خوستی، چې يوناني درمل يې تجربه کړي، بيا دا نه مني، چې ګني دغه دوا د انسان د صحت لپاره ضرر لري.

هغه پژواک ته وويل، ډېرې داسې ناروغۍ شته، چې له يوه مسلکي ډاکټر سره يې علاج نه دی شوی، خو حکيمانو په يوناني دوا تداوي کړې دي.

هغه وويل: ((د ډېرو ناروغيو علاج له ډاکټرانو سره نه دی شوی، بلکې په يوناني دواګانو باندې يې علاجونه شوي دي زما يو ناروغ و، چې د پښې درد يې درلود، د هغه علاج د پېنګو په نامه د کېپسولو سره وشو او دا يوناني کېپسول وو.))

د خوست ښار يو حکيم نعمت الله، چې د يوناني دوا لوی دوکان لري او ښه کاروبار يې جوړ دی وايي، تر اوسه ورته چا د يوناني درملو د غلط استعمال او يا جانبي ستونزو په اړه څه شکايت نه دی کړی.

هغه دا مني، چې يو شمېر حکيمان پرته د ناروغۍ له تشخيص څخه درمل ورکوي خو زياتوي، چې دوی هڅه کوي، ناروغي تشخيص او وروسته ورته درمل ورکړي.

دى زياتوي: ((موږ پرته له معاينې دوا نه ورکوو، لومړی ورته وايو، چې معاينه راوړه او بيا چې کله په معده کې رښتيا زخم وي، نو د زخم دوا ورکوو يوناني دوا له تجربې سره ورکول کېږي خو که حکيم په ناروغي باندې پوه شي او تشخيص يې وشي، نو بيا يوناني دوا ډېر ښه تاثير لري.))

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي له پژواک سره په خبرو کې دا ومنله، چې په ښار کې يوناني دواخانې د زياتره خلکو روغتيا ته نه يوازې ګټه نه رسوي، بلکې نقص لري.

هغه زياته کړه، د عامې روغتيا د وزارت داسې پاليسي نه لري، چې يوناني دواخانې دې راجسټر کړي خو وايي، چې له وخت تېرو درملو څارنه يې کړې ده او کوي يې.

ډاکټر حميدي وايي، که يو شمېر حکيمان پر خپل سر اميدوارو ښځو ته دوا ورکوي، چې دا د ماشوم د ضايع کېدو لامل ګرځي.

د يادونې ده، دا مهال په خوست ښار کې تر شلو زياتې يوناني دواخانې فعالې دي، خو شکايت دا دی، چې د دغو دواخانو حکيمان کافي تجربه نه لري.

ورته موضوع