منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په فراه کې د اوبو د تنظيم لس پروژې پلې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

فراه(پژواک، ۱۴لړم۹۲): د فراه په دوو ناامنو ولسوالیو ( بالابلوک او پشترود ) کې د شل مېليونه افغانيو په لګښت د اوبو د تنظيم لس پروژې پلې شوې.

د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مشر انجنیر عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په دې پروژو کې د اوبو د پنځوسو لويو ورخونو جوړول شامل دي.

دى وايي، چې له دې پروژو څخه اويا زره تنو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.

هغه وويل، چې له يادو پروژو څخه یوه یې چې لس ورخونه په کې شامل دي د پشترود  په “تپه شیران “کلي او نهه نورې د بالابلوک په “تپه سادات، تودنک ملک شیر، تودنک عبدالودود، تودنک پایین، الکوزی، صفرک، خواجه هان او خواجه خضر” کلیو کې پلې شوې دي.

ده زیاته کړه ، چې یادې پروژې په کليدي سيمو کې د ټيکاو پروګرام (Stability in key area) له خوا د امريکا د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې (USAID) په مالي مرسته او  د فراه د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په همغږۍ پلې شوې دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، له تېر يو کال راهيسې د دې پروګرام له لارې په فراه کې ٥٠ بېلابېلې رغنيزې پروژې لکه د ښوونځيو جوړول او نور تر سره شوي او دغه لړۍ دوام لري.

د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد د يادو پروژو له پلې کېدو خوښ دى او وايي : ” بالابلوک هغه ولسوالي ده چې له کلونو راهیسې په کې د جګړې اور بل دى او د جنګ له امله په دې ولسوالۍ کې اکثره ښوونځي، کلینیکونه، او نور عامه تاسیسات له منځه تللي دي.”

هغه زیاتوي : “موږ و نورو پروژو ته اړتیا لرو، چې وکولای شو د دولت او ولس ترمنځ رامنځته شوى واټن له منځه یوسو او په دې ولایت کې سوله راشي.”

د بالابلوک د تپه سادات د شورا مشر سیدعبدالله وایي:” دا لومړی ځل دى چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو په غوښتنه داسې بنسټزې پروژې ترسره شوي . دا زموږ لپاره ډیرې ګټورې دي.”

دى د ورخونو جوړول د اوبو د تنظيم په برخه کې د بزګرانو لپاره مهم کار بولي او وايي، چې تر دې دمه خلکو په زوزانو او نورو شيانو د اوبو مخه ډب کوله چې دا کار هم ستونزمن و او هم يې د اوبو د ضايع کېدو مخه نه شوى نيولى.

سرچینې زیاته کړه: “موږ د داسې پروژو استقبال کوو او غواړو، چې موږ ته تر هڅه نه زیات ښوونځي جوړ شي.”

بالابلوک او پشترود د فراه هغه دوه ولسوالۍ دي ، چې د دولت وسله وال مخالفين  په کې فعال دي او له دې ولسواليو څخه د فراه په مرکز او نورو سيمو کې هم خپل فعاليتونه تنظيموي.