منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له اروپايي هېوادونو افغان کډوال په زور ايستل کېږي

پژواک خبري اژانس
· ۱۸ دقیقې لوستل · ۱۵۷ کتنې

کابل ( د ازادو رسنيو مشارکت / پژواک ١٨ لړم ٩٢) د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې افغان کډوال په يو شمېر هېوادونو کې ستونزمن ژوند لري او له دې پرته ايران، پاکستان او يو شمېر اروپايي هېوادونو هم سلګونه افغانان په زور افغانستان ته را ستانه کړي دي.

دا څېړنې څرګندوي، چې برېتانيا، هالنډ، ډنمارک، استراليا، اتريش، بلجيم، هنګري، ناروې، يونان، اېټاليا، سويډن، فرانسه، سويس، فنلنډ او اوکراين هغه هېوادونه دي، چې افغان کډوال يې په زور بېرته کابل ته را استولي دي.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (IOM) شمېرې څرګندوي، چې برېتانيا، ناروې، المان، ډنمارک، سويډن، هالنډ او يو شمېر نورو هېوادونو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تر ټولو زيات افغان کډوال په زور خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

دا شمېرې څرګندوي، چې انګليستان له ٢٠٠٣ نه تر ٢٠٠٨ کال پورې ٢٠٩٢ افغان کډوال، ناروې ٢٥٦، المان ٢٤٦، سويډن ٦٥ او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو هم ځيني افغان کډوال په اجباري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معينت په ١٣٩٠ لمريز کال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په نومونو استول شوو مکتبونو کې له سويډن، انګليستان، ناروې او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه د ځينو افغان کډوالو د ديپورټ (ايستلو) خبر ورکړى و.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته د بهرنيو چارو وزارت د ٢١/١٢/١٣٩٠نېټې په ٤١٦ شمېره استول شوي مکتوب کې هم له برېتانيا نه کابل ته د يو شمېر افغان کډوالو د را ايستلو خبر ورکړل شوى دى.

په دغه مکتوب کې راغلي: ((په کابل کې د انګليستان شاهي هېواد سفارت د يوه مکتوب په ترڅ کې په ١٣/٣/٢٠١٢ نېټه له دغه هېواده د ٦٥ بهرنيو وګړو د ايستلو خبر ورکړى او دغه سفارت د کښېناستو او الوت لپاره اجازه غوښتې ده.))

د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزارت د تېرو څو کلونو په اوږدو کې له يو شمېر اروپايي هېوادونو سره دوه اړخيز هوکړه ليکونه (د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په ګډون) د پناه غوښتونو او افغان کډوالو د خپلې خوښې ستنېدو لپاره لاسليک کړي دي.

د رسنيز مشارکت څېړنې څرګندوي، چې ډنمارک، ناروې، سويډن او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د کډوالو په برخه کې د ژنيوا د کنوانسيون ١٩٥١ خلاف حتى يو شمېر ناروغ افغانان هم افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ژنيوا کنوانسيون په ٣٣مه ماده کې راغلي: ((په قرارداد کې شامل هېوادونه بايد يو کډوال، چې په يوه هېواد کې يې ژوند، ازادي، نژاد، دين او مليت، په ټولينزو ډلو کې غريتوب او يا هم ځانګړې سياسي نظريه تر ګواښ لاندې وي، اخراج او يا هم ستون کړي.))

خو يو شمېر هغه افغان کډوال چې له اروپايي هېوادونو په زور را ايستل شوي، ادعا کوي، ځيني اروپايي هېوادونو پرته له دې چې د بشري حقونو ارزښتونه او د کډوالۍ او مهاجرت کنوانسيون په نظر کې ونيسي، په زور يې را ايستلي دي.

د نه خوړو اعتصاب ١٢ ورځې

د غور ولايت يو اوسېدونکى ابراهيم وايي، چې د روان کال د تلې مياشتې په ١٠مه نېټه له سويډن نه کابل ته را استول شوى دى، خو د سويډڼ د پوليسو او کډوالو چارو وزارت پر کړنو نيوکه کوي او ادعا يې دا ده، چې د بشري حقونو هېڅ کوم سويډني بنسټ يې ستونزه نه ده اورېدلې.

دى وايي: ((په افغانستان کې مې دښمن درلود، اړ وم چې خپل هېواد څو کلونه وړاندې پرېږدم، خو سويډن ويل، چې تاسې کومه ستونزه نه لرئ، بايد بېرته ستون شئ. ما ١٢ ورځې د استورب په ښار کې د نه خوړو اعتصاب وکړ، خو پوليسو له دې ١٢ ورځو وروسته له خوبه را ويښ کړم.))

هغه زياته کړه: ((کله چې پوليسو د اعتصاب له ځاى نه و ايستم، بې هوښه وم، يو مهال مې وليدل، چې د سويډن په هوايي ډګر کې يم او راته وويل شول، چې دغه ځاى پرېږدم او له بده مرغه چې له موږ سره د پسونو او غوايانو چلند کېږي.))

ده وويل، چې د افغان حکومت چارواکو اروپايي هېوادونو ته ويلي، چې په افغانستان کې د کارونو زمينه مساعده ده او دغه هېواد بايد افغان کډوال وباسي.

ده په خپلو خبرو کې وويل: ((زه په سويډن کې د مرګ په حال کې وم، محقق (د حزب وحدت اسلامي افغانستان رهبر) او )د ولسي جرګې غړي( بشردوست ته مې زنګونه ووهل، خپله ستونزه مې ورسره شريکه کړه، دوى همدا وويل، چې کرزي د کډوالو راستنولو غوښتنه کړې ده.))

خو دا يواځېنى ناروغ کډوال نه دى، چې په زور سره شړل شوى، له نورو اروپايي هېوادونو څخه هم ګڼ افغان کډوال د ناروغۍ په حالت کې د ژنيوا کنوانسيون او د کډوالو په اړه د نړيوالو ژمنو خلاف ايستل شوي دي.

د دايکنډي ولايت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکى علي کريمي هم هغه څوک دى، چې په ډنمارک کې تر ٤ کلونو اوسېدو وروسته د ٢٠١٣ لمريز کال د اپرېل په ١٦مه له دغه هېواد نه په زور کابل ته را استول شوى دى.

دى هم د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له چارواکو شکايت کوي.

کريمي د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل: ((په ٢٠٠٩ لمريز کال ډنمارک ته ورسېدم، خو کله چې سږ کال د افغان حکومت څلور چارواکي ډنمارک ته راغلل، نو د ډنمارک پوليس زه نيولى وم او افغان چارواکو ويل، چې بايد دا ځاى پرېږدم، خو معالج ډاکتر مې راته ويل، چې ته ناروغ يې او بايد له دې ځايه ولاړ نه شې.))

هغه زياته کړه: ((د افغان حکومت د کډوالو چارو وزارت په پټو سترګو لاسليک وکړ او راته ويل يې، چې په افغانستان کې درته د ژوند ښه شرايط چمتو کوو، بايد ولاړ شې، په داسې حال کې چې د ملا او لاسونو مورې او بندونه مې د ودانۍ نه د پرېوتو له امله مات شوي وو.))

د ده په خبره، اروپايي هېوادونه د پاکستان، ايران، سوريې، عراق او نورو هېوادونو کډوال نه وباسي، ځکه له افغانستان پرته نور ټول هېوادونه د خپلو کډوالو له حقونو دفاع کوي، خو افغان چارواکي د خپلو کډوالو د وضعيت ښه کېدو لپاره هېڅ کار نه کوي.

په ورته وخت کې د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو وزارت پخواني چارواکي وايي، چې په تېرو کلونو کې ځينو اروپايي هېوادونو يو شمېر افغان کډوال په زور له خپلو هېوادونو ايستلي دي.

د دغه وزارت پخوانى مرستيال عبدالصمدحامي وايي، چې له ځينو اروپايي هېوادونو سره د تفاهم ليک له لاسليکولو وروسته د يو شمېر افغان کډوال په زور ايستل له اروپايي هېوادونو څخه ډېر شوي دي.

حامي وويل: ((ځينو اروپايي هېوادونو له ١٣٩٠ کال نه وروسته ډېر افغان کډوال په جبري ډول ستنېدو ته اړ ايستلي، په داسې حال کې چې د ژنيو د ١٩٥١ کال کنوانسيون پر بنسټ د کډوالو ستنېدنه بايد داوطلبانه وي.))

د هغه په خبره، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه پورې له ايران، پاکستان، استراليا او ٩ اروپايي هېوادونو سره تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي.

دى وايي: ((د دې تفاهم ليکونو د لاسليک عمده موخه د افغان کډوالو په زور ايستنه ده.))

دا په داسې حال کې ده ، چې په تفاهم ليکونو کې د کډوالو پر داوطلبانه بېرته راستنېدنه ټينګار شوى .

حامي همدارنګه زياتوي، چې له استراليا سره د کډوالو په اړه د افغان حکومت د تفاهم ليک له لاسليکولو وروسته دغه هېواد هم د لومړي ځل لپاره د افغان کډوالو په زور ايستنه پيل کړې ده، چې دغه کار د ولسي جرګې د ځينو غړو غبرګون را پارولى دى.

تېره شنبې د ولسي جرګې ځينو غړو له استراليا څخه د افغان کډوالو پر ايستلو او دوسيو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه وښوده.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو يو شمېر فعالان په بهرنيو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د کډوالو حقونو ته د کډوالو چارو نه لاسرسى د اندېښنې وړ بولي.

ډاکتر ليزا شوستر، چې د فرانسې تابيعت لري او له تېرو نږدې شلو کلونو راهيسې په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د عدالت او پناه غوښتنې په برخه کې څېړنه کوي، د کډوالو او پناه غوښتونکو کنوانسيون پر بنسټ اروپايي هېوادونه نه شي کولى، چې افغان کډوالو په ځانګړي ډول ناروغ افغانان په زور له خپلو هېوادونو وباسي.

سرچينې د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل: ((په اروپا کې يو داسې قانون شته، چې ناروغ کډوال په هېڅ صورت بايد خارج نه شي، خو ځينو اروپايي هېوادونو دغه اصل ته پاملرنه نه کوي، کډوال وباسي، خو افغانستان يې هم په اړه چوپتيا اختيار کړې ده.))

د کډوالو دې  حقوقي فعالې وويل، چې د افغانستان دولت په بهر کې له خپلو وګړو څخه دفاع نه کوي او ځيني سفارتونه پرته له دې چې د دوى د پاتې کېدو موضوع او وضعيت وڅېړي د اخراج مسئله مطرح کوي.

خو افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې دغه وزارت له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو په ايستنه له هغو هېوادونو سره په اړيکه کې دى.

نوموړي د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل: ((زموږ دريځ دا دى، چې اجباري ايستنه دې په هېڅ صورت کې نه کېږي، موږ به له اروپايي هېوادونو سره خپلو پرله پسې اړيکو ته دوام ورکړو. خو البته د هغو هېوادونو موقف، چې افغانان بېرته را استوي، ډاډ راکړى، چې هېڅ هغه کډوال به په زور ونه باسي، چې د نړيوالو قوانينو له مخې د پاتې کېدو مستحق وي، يواځې هغه کسان يې را ستانه کړي، چې د اوسېدو لپاره يې قانوني پړاوونه نه دي وهلي.))

موسى زي زياته کړه: ((دغو هېوادونو ډاډ راکړى، چې ياد کډوال يې د قانوني پړاوونو له وهلو وروسته ايستلي دي. په ځينو مواردو کې چې (غيرقانوني) ايستنه ترسره کېږي، نو په موږ پورې اړه نه لري.))

ايستل شوو کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو هوکړه ليکونه

د مېرمن ليزا په وينا، د افغانستان د بهرنيو او کډوالو چارو وزارتونو د چارواکو نه مسووليت او د هغوى کم کاري د تفاهم ليکونو تر څنګ يې د افغان کډوالو په زور ايستنه اسانه کړې ده: ((هوکړه ليکونو اروپايي دولتونو ته د کډوالو ايستنه اسانه کړې ده.))

د ده په خبره، د ستونزې بل اړخ خپله په اروپايي هېوادونو او د کډوالو په مدافع بنسټونو پورې اړه لري، چې افغان کډوال ولې د ژنيو کنوانسيون پر بنسټ نه ساتل کېږي او د افغانستان دولت هم له مسووليت منلو ځان غړوي.

خو د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وياند نادر فرهاد وايي، هغه کسان چې د کډوالو د قانوني پړاوونو په وهلو کې يې ستونزه پيدا شي، نو ايستل کېږي.

فرهاد د رسنيو ازاد مشارکت ته وويل: ((کله چې يو کس د کډوالو معيارونه بشپړ نه کړي، نو د کډوال په توګه نه قبلېږي، ډېر کسان د کډوالۍ او منل کېدو معيارونه نه لري، خو اروپايي هېوادونو ته سفر کوي، د پناه اخيستو معيارونه دا دى، چې د هر شخص اسناد په بېل ډول ارزيابي کېږي، تفاهم ليکونه د ايستل کېدونکو کسانو په تګ کې اسانتياوې برابروي، نه له پناه غوښتونکو سره؟))

هغه زياته کړه: ((هر کس چې د پناه اخيستلو شرايط بشپړ کړي، نو هېڅ هېواد يې نه شي ايستلى، ستنېدنه يې په خپله خوښه او درنښت سره صورت نيسي.))

خو عبدالغفور رفيعي، چې په روان کال کې له ناروې را ايستل شوى، د نادر فرهاد د خبرو په ردولو سره وايي، چې افغانستان په ٢٠١١ کال کې له ناروې سره يو سند لاسليک کړ او دغه سند د دې لامل شو، چې دوى له ناروې څخه را و ايستل شي.

په دې سند کې د کډوالو پر داوطلبانه بېرته راستنېدنه ټينګار شوى .

رفيعي زياته کړه: ((لومړى خو اوسنيو شرايطو ته په پام سره د تفاهم ليکونو لاسليک يوه تېروتنه ده، ځکه چې شرايط يې برابر نه دي او افغانستان بايد دا کار ونه کړي، نو کله چې دا غوښتنه کېږي، نو اروپايي هېوادونو به څنګه افغان کډوالو ته پناه ورکړي، خپله افغانستان اروپايي هېوادونه هڅوي، چې کډوال يې ور وباسي.))

دى وايي، چې څو کاله يې په يوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه، خو له ګواښونو وروسته اړ شوو چې خپل هېواد پرېږدي، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د دغو هوکړه ليکونو په لاسليک کولو سره د ده او نورو کډوالو پر سرنوشت لوبې وکړې او په غيرقانوني توګه يې را و ايستل.

رفيعي زياته کړه: ((اوس هڅه کوو چې خپل غږ پورته کړو، څو د نورو حقونه تلف نه شي، ځکه چې هره مياشت نږدې ١٢٠ افغان کډوال له انګليستان او ناروې نه را ايستل کېږي، په ناروې کې هره اونۍ دغه کار کېږي، خو هېڅوک هم نه شته، چې پوښتنه وکړي، کله چې و ايستل شې څه کار به کوي؟ په افغانستان کې څه خونديتوب لري؟))

د ده په خبره، ځيني اروپايي ملکونه يو شمېر افغان کډوال بې هوښه کوي: ((د ٢٠١٣ کال د مې په ١٢مه په سويډن کې افغان کډوالو ته پېچکاري ورکړل شوې دي او اجباري و ايستل شول، خو له بده مرغه چې د کابل هوايي ډګر هم ترې تسليم کړل، په داسې حال کې چې افغان چارواکو کولى شول، چې د ژنيوا کنوانسيون له لارې دا ناروغان بېرته سويډن ته واستوي. همدارنګه حنيف د سپټمبر په ١١مه په ناروغ حالت کې له سويډن هېواد نه ايستل شوى دى.))

د رسنيو مشارکت ، په بهرنيو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې د برېښنا ليک له لارې په کابل کې د انګلستان، ناروې ، ډنمارک، سويډن او ايتاليا له سفارتونو سره شرېکې کړې،خو له هغوى څخه يواځې سويډن او ډنمارک ځواب ورکړ.

په کابل کې د سويډن سفارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بې خبري ښودلې او ليکلي يې دي ، چې له همدې امله يې  نه تاييدوي او نه يې هم ردوي.

د رسنيو مشارکت له يادو سفارتونو غوښتي و، چې له شنبې ( د لړم  له ١٨مې ) مخکې په اړوندو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ځواب ووايي،ځکه چې په دې اړه برابر شوى راپور د شنبې په ورځ خپريږي.

د سويډن سفارت ليکلي ، چې د رسنيو د مشارکت پوښتنې يې په سويډن کې له مسوولو چارواکو سره شريکې کړي، خو فکر نه کوي، چې له شنبې مخکې دې په دې اړه ځواب وويلى شي.

په کابل کې د ډنمارک سفارت وايي، ډنمارک يواځې هغه افغان کډوال وباسي، چې د افغان چارواکيو لخوا منل شوي وي.

د ازادو رسنيو مشارکت هڅه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت د وياند اسلام الدين جرئت نظر واخلي، خو نوموړي له خبرو کولو ډډه وکړه.

يو شمېر ايستل شوي افغان کډوال او پناه غوښتونکي د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ غواړي، چې په ايران او پاکستان کې له کډوالو سره د مرستې ترڅنګ په اروپا کې هم له افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان رييس ريچارډ ډنزيګر وايي، چې دوى په پرله پسې ډول له افغان کډوالو سره مرسته کړې ده.

ډنزيګر له ازادو رسنيو مشارکت سره په خبرو کې وويل: ((موږ هڅه کړې، چې له ايران څخه تر لوېديځ پورې (اروپايي هېوادونه او نور) ټول افغانانو ته له کورنيو سره د يو ځاى کېدو اسانتيا برابره کړې، د يو اېن اېچ سي ار تمرکز هم پر پناه غوښتونکو دى، موږ د بې مدرکه کډوالو په برخه کې کار کوو.))

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو سازمان له هغو کډوالو سره مرسته کوي، چې له نورو هېوادونو افغانستان ته راستنېږي.

د ثبت شوو شمېرو له مخې اوسهال په پاکستان کې نږدې دوه ميليونه او په ايران کې نږدې يو ميليون افغان کډول په قانوني ډول ژوند کوي او تر دوو ميليونو پورې نور کډوال بيا په همدغو هېوادونو کې په غير قانوني ډول ژوند کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو تر دې وړاندې ويلي وو، چې په اروپا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو کره شمېره ورسره نه شته.

خو د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې نږدې پنځه ميليونه افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه راستانه شوي، خو لا هم په بهرنيو هېوادونو کې ٦ ميليونه پناه غوښتونکي او کډوال شته.

د دغو افغان کډوالو تر څنګ په تېرو څو کلونو کې له ايران او پاکستان څخه هم کډوال په خپله خوښه راستانه شوي دي، ايران د مدرک لرونکو او بې مدرکه افغان کډوالو د ايستنې په برخه کې تر ټولو وړاندې دى.

يونان او اېټاليا د افغانانو لپاره دوزخونه

په ورته وخت کې په يونان او اېټاليا کې د افغان کډوالو وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى. سره له دې چې په دغو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال هر کال د کډوالو د ورځې په مناسبت له کډوالو سره د چلند پر ضد پراخ اعتراضونه لري، خو تر اوسه يې هم دغه اعتراضونو کوم ځاى نه دى نيولى.

د دغو دواړو هېوادونو يو شمېر خيريه سازمانونو هم تېر کال د کډوالو په ورځ په دغه هېواد کې له مېشتو کډوالو سره په همغږۍ د مديترانې په اوو بحيرو کې د کډوالو پر ضد حاکم قوانين وغندل.

دا هغه ځاى دى، چې کډوال ورته له بېلابېلو هېوادونو څخه راځي.

د اېټاليا د ايميرجنسي سازمان رييس جينو سترادا تېر کال له پناه غوښتونکو سره د اېټاليا دولت حاکم قوانين وغندل او د دغه هېواد له دولت څخه يې وغوښتل، چې د اېټاليا د راتلونکي نسل لپاره دې له شرمه ډک تاريخ نه جوړوي، بايد چې له فاشيستي سياستونو لاس واخلي او نړيوالو ژمنو او بشري حقونو ته دې ژمن و اوسي.

نوموړي ويلي وو: ((د افغانستان او نورو هېوادونو زيات شمېر تنکي ځوانان د ژوند د بقا لپاره له وحشت او ترور نه تښتي، د بشري حقونو د هغو شعارونو په اورېدو چې لوېديځ يې ورکوي، دلته راځي، دا واقعاً چې د شرم خبره ده، چې يو ځوان دې زموږ د دروازې مخې ته د لارۍ تر ټايرونو لاندې چيت پيت شي، موږ به د يوې داسې ورځې شاهدان وو، چې اېټالويان به د فاشيزم له ودې سره دې ته اړ شي، چې هېواد پرېږدي او په نورو هېوادونو کې به پناه وغواړي.))

کارپوهان او د پناه غوښتونکو او کډوالو مدافع سازمانونه وايي، اېټاليا له يونان وروسته دويم هېواد دى، چې په اروپا کې د کډوالو پر ضد درېدلى دى.

د يونان د کډوالو ادارې هم د يوه راپور په خپرولو سره په يونان کې د افغان کډوالو شمېر له څلوېښت زرو زيات ښودلى. د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې يې يواځې ٢٠٠ کسان د اوسېدو قانوي اسناد لري او د يونان حکومت له خوا منل شوي، چې د لنډمهالي مدارک ورکړل شوي او پاتې نور يې بايد د قانوني اسنادو د نه شتوالي له امله د يونان خاوره پرېږدي.

داېټاليا د کډوالۍ ادارې د شمېر پربنسټ ، دا هېواد په ٢٠٠٩ زېږديز کال د افغان کډوالو د پراخ ورتګ شاهد و، خو په دغه هېواد کې د کډوالۍ ضد قوانينو په سبب بېرته يونان ته ولاړل او يا هم اړ شول، چې له دغه هېواده وتښتي.

په تېرو څو کلونو کې ډېرو خيريه سازمانونو هم په يونان کې له اېټاليا نه د راستنو شوو افغان کډوالو وضعيت دردوونکى بللى دى.

د جينوا سترادا په وينا، يو شمېر افغان کډوال له اېټاليا څخه يونان ته ستانه شوي، چې د پاترا او ايګو مونيتزپه بندرونو کې په فقسونو کې ساتل کېږي.

په يونان کې افغان کډوال وايي، چې ښځې او ماشومان هم ورسره شته، خو څو کاله کېږي، چې بې سرنوشته دي او په يوه بد وضعيت کې ژوند کوي.

د غزني اوسېدونکى علي پيام يو له هغو کسانوڅخه دى، چې په وينا يې تېر دوو کلونو يې په يوانان کې په بد وضعيت کې ژوند کړى او د يونان پوليسو د بد وضعيت تر څنګ د افغان مسوولو ادارو له نه پاملرنې هم شکايت کوي.

ښاغلي پيام وويل: ((په يوانان کې ډېرى افغان کډوال بې برخليک دي، د شپې او ورځې ډوډۍ نه لري ، تفريح ځايونو، کوڅو او سړکونو کې هم له ستونزو سره مخ کېږي.))

ډېرى افغان کډوال له ايران څخه ترکيې ته ځي او بيا د ترکيې له ازمير بند څخه د يونان ميتليني او سالونيک سيمو ته داخلېږي او له دغو دوو ټاپوګانو بيا د يونان نورو سيمو ته وېشل کېږي.

ښاغلي پيام هم يونان د افغانانو لپاره د يوه دوزخ په نوم ياد کړ او له ټولو ځوانانو يې وغوښتل، چې په غير قانوني ډول دې له کډوال کېدو تېر شي.

هغه زياته کړه: ((يونان قطعاً داوسېدو ځاى نه دى، دا ځاى د افغانانو لپاره دوزخ دى، يوه لويه تېروتنه مې کړې، اوسمهال د افغانستان په يو تر ټولو بد ښار کې هم ژوند د يونان له تر ټولو ښه ښار افغانانو ته غوره دى.دلته ډېر شمېر افغانان د اقتصادي امکاناتو د نه شتون له امله پر لارو او سړکونو ويده کېږي او په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.))

د کډوالو ځان وژنه

په يونان کې د افغان کډوالو د سراسري ټولنې رييس زلمى پشتون وايي، د افغان مسوولو چارواکو د نه پاملرنې له امله په يوانان کې ډېر شمېر افغان کډول د بد وضعيت له امله ځانونه وژني.

پښتون زياته کړه: ((ديارلس کاله کېږي چې په يونان کې ژوند کوم، دغه هېواد له پاکستان او ايران وروسته درېيم هېواد دى، چې کډوال په کې په يوه بد وضعيت کې ژوند کوي، هر کډوال چې دغه هېواد ته را ننوځي نو له ١٢ څخه تر ١٨ مياشتو پورې زندان تېروي، اوسمهال ١٢٠٠ افغان کډوال په يونان کې بنديان دي.))

هغه زياته کړه: ((افغان کډوال په پسرلي کې له ترکيې نه يونان ته ځي، په ژمي کې يوانان پرېږدي. دوى ته د ژوند هېڅ ډول اسانتيا نه شته، يواځې په يونان کې يو دوه خيريه ارګانونه له کډوالو سره د خوراکي توکو مرسته کوي، هغه هم د سړک د سر له کډوالو سره، په کرينتوس کمپ کې ډېرو کډوالو ځانوژنه هم کړې ده.))

د ده په خبره، افغانستان تر اوسه هم په يونان کې کوم سفارت نه لري، زموږ د هېواد ديپلوماتان له بلغاريا هېواد څخه په دريو مياشتو کې يو ځل د لسو ورځو لپاره د افغان کډوالو د وضعيت څېړلو لپاره يوانان ته راځي.

پښتون له ملي شورا غواړي، چې د افغان کډوالو ستونزې دې په اساسي ډول په اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول يونان کې حل کړي.

ده په لوړپوړو حکومتي چارواکو د نيوکې ترڅنګ وويل، چې د ارګ او بهرنيو چارو وزارت چارواکي هڅه کوي، چې په اروپا کې د افغان کډوالو ستونزې حل نه شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى ټينګار کوي، چې په يونان کې افغان کډوال په بد وضعيت کې ژوند کوي، خو دوى يې د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې پيل کړې دي.

ښاغلي موسى زي وويل: ((له بده مرغه چې په يونان کې د ځينو افغان کډوالو د بد وضعيت اوازې سمې نه دي، خو په بلغاريا کې افغان سفارت هڅه کوي، چې دا ستونزې حل کړي.))

د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم په بهرنيو هېوادونو کې د افغان حکومت اړوندې ادارې په بې غورۍ او ټنبلۍ تورنې کړې، چې په مسووليت سره عمل نه کوي.

د ولسي جرګه د نړيوالو اړيکو کمېسيون غړې ناهيد فريد وويل: ((زموږ د کډوالو چارو وزارت دنده دا ده، چې د نږدې شپږ ميليونه افغان کډوالو ستونزې حل کړي، وزارت دد ې پر ځاى، چې يوه ښه کړنلاره جوړه کړي، ځي له اروپايي هېوادونو سره تفاهم ليکونه لاسليکوي.))

دا زياتوي: ((له بدمرغه چې د افغان دولت استازي د تفاهم ليک د لاسليک پر مهال د افغانانو ګټې په نظر کې نه نيسي، اوس هم اجباري ايستنه دوام لري، چې د ټولو ژمنو او انساني اصولو خلاف کار دى. کډوال له دې امله خپل هېواد پرېږدي، چې دولت ورته د کار زمينه نه ده مساعده کړې، ملاتړ يې نه دى کړى، که هوکړه ليک لاسليک کېږي، نو بايد ستونزې په کې وڅېړل شي، نه چې هغوى را و ايستل شي.))

دا چې په تېرو دوو کلونو کې له ايران، پاکستان، استراليا او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو را ايستنه ډېره شوې ده، په ورته وخت کې ډېر کډوال بيا په يونان، اېټاليا او يو شمېر نورو هېوادونو کې په بد وضعيت کې ژوند ژوند کوي، خو معلومه به شي چې دا ستونزه به يې څه وخت حلېږي.

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليدګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوې، چې له اداري فساد او بشري حقونو څخه د سرغړوونو په برخه کې څېړنيز راپورنه چمتو کوي.