خوست ښار (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): د خوست چارواکي غواړي په دغه ولايت کې تر درى سوه زياتو جوماتونو او ديني مدرسو ته ودانۍ جوړې او يا يې ترميم کړي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د تڼيو په ولسوالۍ کې د يوه نوي جوړ شوي جومات د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جوماتونو، ديني مدرسو او دغه راز د نورو ديني مرکزونو جوړول د دوی له لومړيتوبونو ګڼل کېږي.
هغه زياته کړه، چې د ديني مرکزونو د جوړېدا لپاره يې له ځينو اسلامي هېوادونو د مرستې غوښتنې هم کړې دي.
والي نعيمي ديني مرکزونه او په ټوليزه توګه ټول ديني مقدسات اسلامي ارزښتونه وبلل او ويې ويل، چې بايد په دې برخه کې مرکزي دولت له دوی سره مرسته وکړي.
د نوموړي په وينا، هيله من دی، چې د جوماتونو د جوړېدا دغه پيل شوې لړۍ نوره هم پياوړې کړي او پراختيا ومومي.
د خوست ولايت د احصايي امريت د معلوماتو او شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا دوه زره جوماتونه حساب شوي، چې ګڼ شمېر بيا جوړولو ته اړتيا لري.
د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي اظهارالدين پژواک اژانس ته وويل، چې کابو درې نيم سوه جوماتونه، ديني مدرسې او ځيني نور ديني مرکزونه بيا ترميم او يا له سره جوړولو ته اړتيا لري.
مولوي اظهارالدين وايي، سره له دې چې دوی د دغو ټولو جوماتونو د بيا ترميم او جوړولو لپاره کافي بوديجه په لاس کې نه لري، خو زياتوي چې په تدريجي ډول به مخته ولاړ شي.
هغه زياته کړه، چې که څه هم په تېره يوه لسيزه کې مرکزي حکومت د ديني مرکزونو په جوړولو کې چندان لېوالتيا نه ده ښودلې، خو وايي، اوس دولت دې ته لومړيتوب ورکوي.
له بل پلوه د خوست د پوهنې رياست ماموران وايي، له دوی سره تر شلو زياتې ديني مدرسې ثبت دي، خو زياتوي چې له دې ډلې پوره دوولس ديني مدرسې د يو شمېر لاملونو پر بنسټ بندې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس بخت نور بختيار وايي، د ديني زده کړو ياد مرکزونو د ډېرو يې ودانۍ زړې او پخوانۍ دي، چې له همدې امله له سره جوړولو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، چې ۲۳ ديني مدرسې، يو دارالعلوم او دوه دارالحفاظه له دوی سره ثبت شوي دي.
هغه وايي، چې د زياتره دغو مرکزونو لپاره ودانۍ د چندې پر پيسو جوړې شوې، خو اوس له کاره لوېدلې دي.
د تڼيو د درګي يوه اوسېدونکي حاجي ګل الرحمن، چې په کلي کې ورته نوی جومات جوړ شوی، پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا دوی په خپل کلي جومات نه لاره او لمونځ به يې په کور کې کاوه.
هغه وايي، خوښ دی چې هم ورته جومات جوړ شو او هم پر جومات له راغلي لګښت څخه خلاص دی.
د تڼيو ولسوالۍ په درګي کې ياد جومات چې په يوه وخت کې څلور سوه لمونځ کوونکي ځايوي، نږدې دوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د حج او اوقافو وزارت ورکړې دي.
د يادونې ده، دا مهال په دغه ولايت کې د يو شمېر نورو جوماتونو د جوړېدا کار هم روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.