کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د يوې تازه مطالعې پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ٨٥٠ زره کسان د ديابت (شکرې) په ناروغۍ اخته دي او هر کال ٢٠ زره کسان د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې د عامې روغتيا وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را استول شوې راغلي، دا شمېره د ديابت د نړيوالې ادارې د هغو مطالعاتو پر بنسټ چمتو شوې، چې په ٢٠١٢ زېږديز کال يې په افغانستان کې ترسره کړي دي.
شکره (ديابت) په نړۍ او افغانستان کې له عمده روغتيايي ستونزو څخه يوه ده، چې د ساکن ژوند او نامناسبو غوړو له امله پيدا کېږي.
د غير صحي خوړو کارول، د فزيکي فعاليتونو نه شتون، نا مناسب وزن او ارثي تاثرات هغه عوامل دي چې دغه ناروغۍ ترې زيږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې دوى په دې وروستيو کلونو کې د ديابت يا شکرۍ ناروغۍ د مخنيوي لپاره د پام وړ فعاليتونه کړي او د دې ناروغۍ مصابو کسانو کچه به د روغتيايي زده کړو پر تعميم، د شکرې د لومړنيو ناروغانو پېژندنه او درملنه او تر نظر لاندې کسانو لپاره د عامه پوهاي له لارې لږ تر لږه را ښکته شي.
د عامې روغتيا په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې وروستيو کې يې د شکر ناروغۍ په ګډون د نورو نا ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول لپاره يوه جامع ستراتيژي ترتيب کړې، چې ډېر ژر به اجرا شي او په پلې کېدل به يې په هېواد کې د شکرې نارغۍ له امله د مرګ ژوبلې کچه هم را ښکته کړي.
د دغه وزارت په پيغامونو کې راغلي، ديابت کولى شي د زړه حملې، ړوندوالى، د بډوډو نه ضعف او د بدن د غړو د پرې کېدو لامل شي او په دې اخته کسان بايد تل ځان ته پاملرنه وکړي.
ډاکتران وايي، چې له هرو دوو ناروغانو يو هغه يې په ديابت اخته دى، بايد هغه کسان چې په خپل وجود کې ددې ناروغۍ نښې ويني، ډېر زر دې له فرصت په ګټه اخيستو کوم نږدې روغتيايي مرکز ته د درملنې لپاره ورشي.
د ډاکترانو په خبره، د دې ناروغۍ د وقايې لپاره بايد هر څوک په ورځني ډول ورزش وکړي او نيم ساعت دې قدم ووهي.
سږ کال د شکرې ناروغۍ نړيواله ورځ تر (خپله راتلونکې له شکرې وژغورئ) تر نوم لاندې د ديابت يا شکرې ناروغۍ د پېژندنې او د دې ناروغۍ د کنټرول او وقايې لپاره د دولتونو د ګډې مرستې د جلب په خاطر په ټوله نړۍ کې ونمانځل شوه.
د ديابت نړيوالې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې ٣٨٢ ميليونه کسان په ديابت ناروغۍ اخته دي او ٣٤،٢ ميليونه يې د سيمې هېوادونو استوګن دي.
دا اداره وايي، اټکل کېږي چې تر ٢٠١٣٥ کال پورې به دا شمېره ٥٩٢ ميليون کسانو ته لوړه شي.










