کندهار( پژواک، ٣ ليندۍ ٩٢):د کندهار ښار د هغو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې، چې د وخت د تېرېو او ځينو ستونز له امله خراب شوي وو.
د کندهار ښار د ويجاړو شويو سړکونو لپاره د يو اين هبيتات موسسې له لورې ١٧٠ زره امريکايي ډالر او د کندهار ښاروالۍ له لورې ١٨ ميليونه افغانۍ بېلې شوې دي.
د سړکونو د ترميم چارې نن د کندهار ولايت د مرستيال عبدالقديم پتيال او د کندهار د ښاروالۍ قاضي محمد عمر عمر له لورې پيل شوې.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سړکونو د ترميم چارې د کندهار ښاروالۍ په مالي لګښت پيل شوې او ټول هغه سړکونه به ورغول شي، چې ترميم ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، د سړکونو د ترميم چاره د کندهار ښار له عيدګاه دروازې پيل شوه، چې په تدريجي توګه به د ښار تر نورو برخو هم وغځول شي.
دى وايي، مات شويو سړکونو خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کړي او ډېر مهال د ټرافيکي پېښو لامل هم ګرځي.
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر پژواک اژانس ته وويل، چې د ورانو سړکونو رغول د خلکو اساسي غوښتنه ده او هغوى به په لنډ وخت کې د کندهار ښار ټول هغه سړکونه چې مات او وران شوي، بيا ورغوي.
هغه زياته کړه، د سړکونو د ترميم چارې د کندهار ښاروالۍ د ١٨ ميليونه افغانيو او د يو اين هبيتات د ١٧٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت تر سره کېږي.
ښاروال د باروړونکو موټرونو له چلوونکيو وغوښتل، چې د سړکونو په ساتنه کې برخه واخلي او خپل موټرونه تر ټاکل شوې اندازې زيات بار نه کړي.
هغه دغه راز له موټرچلوونکو وغوښتل، چې خپل زيات بار لرونکي موټرونه دې د ښار اړوند له باى پاس سړک څخه انتقال کړي، چې د هغوى لپاره ځانګړى شوى دى.









