کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): ټاکل شوې سبا ته د عامې روغتيا وزارت خپلو ٣٦زرو کارکوونکو ته د تور زېړي وړيا واکسين پيل کړي.
دغه مطلب د عامې روغتيا د معافيت برخې مرستيالې رقيې ناصر، نن د تور زېړي ناروغۍ په اړه د پوهاوي په ناسته کې خبريالانو ته څرګند کړ.
هغې زياته کړه، چې دغه وزارت په روان کال کې د تور زېړي شاوخوا ١١٤زره واکسينه د عامې روغتيا وزارت له عادي بوديجي څخه د ٧،٦ ميليونو افغانيو په لګښت پېرلي دي.
نوموړې زياته کړه، دغه واکسين په درېيو پړاوونو کې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د ډاکټرانو، نرسانو، قابله ګانو او کارکوونکو په ګډون د عامې روغتيا ٣٦زرو کارکوونکو لپاره تر سره کېږي.
هغې وويل، د ياد وزارت کارکوونکو ته له دې امله د زېړي واکسين لګول کېږي، چې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
هغې نورو خلکو ته د يادې ناروغۍ د واکسين د پلي کولو په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو بايد وويل شي، چې د ماشومانو لپاره د واکسين تر سره کول په ١٣٨٦ کال کې د دغه وزارت د کتلوي معافيت پروګرام کې شامل شوي دي.
د ډاکټر رقيې په وينا، تور زېړى يوه ويروسي ناروغي ده او د هيپټاټيس- ب په نوم د يوه ويروس په وسيله د يوه انسان د وينې له لارې بل انسان ته لېږدول کېږي.
نوموړې د ستړيا احساس، نرمه تبه، سر دردي، د معدې درد، زړه بدوالى، بې اشتهايي، نس ناستى او قبضيت، د عضلو او مفصلونو درد، پر پوستکي د دانو ښکاره کېدل او د سترګو او نوکانو ژېړوالى د يادې ناروغۍ نښې وبللې.
هغې څرګنده کړه، چې دغه ناروغي د جنسي يوځايوالي، د سېرنجونو کارول، د ږيرې خريلو پل او د غاښونو د برس له لارې له يوه انسان څخه بل ته لېږدول کېږي.
نوموړې په دې اړه، چې اوسمهال په افغانستان کې څومره کسان په دې ناروغۍ اخته دي، معلومات ورنه کړل.
خو نوموړې زياته کړه، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ٣٥٠ ميليونه کسان په دې ناروغۍ اخته دي او هر کال کابو يو ميليون خلک د دغې وژونکې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.










