کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٢): د معاصرو ادبياتو د نوميالي او نوښتګر شاعر ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا د زوکړې د سلمې کاليزې په وياړ غونډه کې غوښتنه وشوه، چې د ده جسد دې له امريکا څخه خپل هېواد ته راولېږدول شي.
د استاد عبدالرووف بېنوا د زوکړې سلمه کاليزه، د ليندۍ په لسمه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له لوري د لسګونو پوهانو او استادانو له خوا ونمانځل شوه.
په دې غونډه کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت، کابل پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنتون له پيغامونو سربېره د ولسمشر حامد کرزي پيغام ولوستل شو او ورپسې د بېلابېلو پوهانو له خوا د استاد بېنوا د ژوند، افکارو او اثارو په اړه څېړنيزې مقالې واورول شوې.
د ولسمشر حامد کرزي په پيغام کې، چې د علومو اکاډمۍ د رييسې څېړنپوه ثريا پوپل له لوري ولوستل شو، راغلي، چې د افغانستان د معاصرو پښتو ادبياتو په تاريخ کې، چې د چا نومونه له نوښت، مفکورې او د هنري ارزښتونو له پالنې سره تړلى راځي، يو په کې ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا دى.
حامد کرزي زياته کړې، استاد بېنوا هنرمند او مفکر شاعر او ليکوال و، په خپلو شعرونو او نثرونو کې يې د ښکلو خيالونو د روزنې ترڅنګ ډېره پياوړې فکري تومنه هم ملګرې کړې وه. دغو خصوصياتو د ده شعرونو او نورو ادبي اثارو ته لوړ ادبي مقام بښلى دى.
ولسمشر وايي: “استاد بېنوا سربېره پر شاعرۍ او ليکوالۍ، محقق، مورخ او سياسي-اجتماعي شخصيت هم و. د ده د شخصيت دغه ابعاد هم د څېړنې ډېر موارد لري. زموږ څېړونکو ته ښايي چې د استاد بېنوا پر مفکورو، نوښتونو او د ده اثارو په اجتماعي او ملي ابعادو پراخې څېړنې وکړي، هغه ارزوګانې او ارمانونه خلکو ته ډېر روښانه وښيي، چې ده د خپل هېواد او خلکو په باب درلودل.”
د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثريا پوپل وويل، استاد بېنوا د خپل ژوند زيات وخت د ادبي فعاليتونو ترڅنګ په دولتي ارګانونو کې مهمې رسمي دندې ترسره کړي، چې لومړۍ رسمي دنده يې په پښتو ټولنه کې (١٣١٧لمريز کال) د علمي غړي په توګه او وروستۍ يې په لېبيا هېواد کې د سفير په توګه ترسره کړې ده.
نوموړې زياته کړه، نوموړي دغه راز د ژوند په اوږدو کې د رياست، معينيت، وکالت، سفارت او وزارت دندې هم پرمخ وړې دي او د پښتو ادب له پنځو ستورو څخه يو و.
هغې د دې په ويلو سره، چې استاد بېنوا د لسګونو چاپ او ناچاپ اثارو څښتن دى، ژمنه وکړه، چې د علومو اکاډمۍ به د نوموړي ناچاپ اثار چاپ او خپاره کړي.
د يادې غونډې په پاى کې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل شول، چې د استاد بېنوا جسد دې د هغه د کورنۍ په سلا له امريکا متحده ايالاتو څخه خپل هېواد ته راوړل شي او په مناسب ځاى کې دې خاورو ته وسپارل شي.
په پرېکړه کې زياته شوې، د استاد بېنوا په نوم دې په کابل کې يو علمي-فرهنګي مرکز جوړ شي. دغه راز دې د هغه چاپ اثار بياځلي د کابل پوهنتون او سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له لوري چاپ او خپاره شي.
استاد بېنوا په ١٢٩٢لمريز کال په کندهار ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
نوموړى تر ١٣٦٣لمريز کال پورې په لېبيا هېواد کې د افغانستان سفير و، خو د وخت له حکومت سره د مخالفت له امله يې دنده پرېښوده او امريکا متحده ايالتو ته لاړ. د همدې کال د مرغومي مياشتې په ٢١مه د زړه د ناروغۍ له امله د پردېسۍ په شپو ورځو کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او جسد يې د امريکا د نيويارک په نيوجرسي ښار کې د زيات شمېر افغانانو له خوا خاورو ته وسپارل شو.
نوموړى کابو ٦٠ چاپ او ناچاپ اثار لري، چې د ځينو نومونه دادي:
اوسني ليکوال (درې توکه)، د افغانستان نوميالي (څلور ټوکه)، پرېشانه افکار، ميرويس نيکه، هوتکى ها، پښتني مېرمنې، ادبي فنون، پښتونستان، خوشحال خټک څه وايي؟، ويښ ځلميان، افغانستان اليوم (په عربي ژبه).








