کندهار ښار(پژواک،١١ ليندۍ ٩٢): د کندهار ښار په عينو مېنه کې د لويې ويالې پر څنډه د غځېدلي سړک د پخولو چارې نن پيل شوې، چې په زرګونه کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.
د سړک د جوړولو د چارو د پيل په مراسمو کې د کندهار والي توريالي ويسا، کندهار ښاروال محمد عمر عمر او د سيمې يو شمېر اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
د کندهار والي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه سړک پنځه کيلو متره اوږدوالى لري او د کندهار ښاروالۍ د بوديجې په ٣٦ ميليونه افغانۍ لګښت جوړېږي.
هغه زياته کړه ، چې تر دې وړاندې په عينو مېنه کې د لويې ويالې پر څنډه اوسېدونکي په ژمي او دوبي کې له ستونزو سره مخ وو، خو د سړک په پخېدو سره به زرګونه کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.
له بلې خوا د کندهار ښاروال پژواک ته وويل، په کندهار ښار کې د ښاروالۍ په بوديجه تر ٢٠٠ کيلومتره زيات سړکونه پاخه شوي او د نورو سړکونو د پخولو پلانونه تر لاس لاندې دي.
دى وايي، که څه هم په تېر او روان کال کې يې په کندهار ښار کې تر ٤٠ کيلومتره زيات سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، خو لا هم دغه ښار نږدې ٣٠٠ کيلومتره پخو سړکونو جوړولو ته اړتيا لري.
هغه وويل، هڅه کوي تر راتلونکو څو کلونو پورې د کندهار ښار ټول خام سړکونه پاخه شي، چې په دې توګه به د ښار چاپېريال خوندي او خلکو ته به د ژوند ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په کندهار ښار کې د خرابو شويو سړکونو د بيارغونې چارې هم د ښاروالۍ د ١٨ ميليونه افغانيو او د ملګرو ملتو د بشر د اسکانو مرکز (هبيتات) موسسې په١٧٠ زره امريکايي ډالرو مرسته پيل شوې دي.









