خوست (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): د خوست ولايت د لرې پرتو سيمو ښځې شکايت کوي، چې دوى روغتيايي خدمتونو، په ځانګړې توګه ښځينه ډاکترانو ته لاسرسى نه لري.
د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو نه شتون او د ښځينه ناروغانو پر وخت نه درملنه هغه ستونزې دي، چې د دغه ولايت ښځې پرې اندېښنه څرګندوي.
همدارنګه په مرکزي ولايتي ملکي روغتون کې د ښځينه واټ نيمګړي خدمات، په دغه روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو کم تشکيلات او ځينې نورې ستونزې د ښځينه ناروغانو لپاره ستونزې بلل کېږي.
د خوست ولايت د ښځو چارو رياست د نشراتو مديرې کاملې اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، په ډېری ولسواليو کې په معيار برابر روغتيايي مرکزونه تر اوسه نه دي جوړ شوي.
هغې زياته کړه، په دغو جوړ شوو روغتيايي مرکزونو کې نه هم ښځينه مسلکي ډاکټرانې شته او نه د خلکو لپاره د اړتيا وړ خدمتونه وړاندې کوي.
کامله اکبري وايي، تر ټولو زياتې ستونزې د زېږون په برخه کې لري، چې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي پر خپل وخت روغتيايي مرکزونو ته ځانونه نه شي رسولاى.
هغې پژواک ته وويل: ((په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه مجهز نه دي، ښځينه ډاکټرانې او يا نرس قابله ګانې نشته، ځکه چې د امنيتي ستونزو له امله زړه نه ښه کوي، چې هلته دندې ترسره کړي.))
هغه وايي، تر هر څه زيات د روغتيايي ستونزو حل ته اړتيا لري او له دولته غوښتنه کوي، چې د ښځينه ناروغانو د روغتيايي اسانتياوو لپاره جدي کار وکړي.
په خوست کې د ښځو لپاره د بيارغونې موسسې مشره ناديه باوري وايي، که څه هم په ولسواليو کې يو شمېر روغتيايي مرکزونه فعال دي، خو زياتوي چې خدمات يې په نشت حسابېږي.
ناديې باوري زياته کړه، سره له دې چې زيات شمېر نجونې د نرسنګ په برخه کې روزل شوې، خو د خپلې کمې تجربې له مخې نه شي کولای، د ښځو ټولو روغتيايي ستونزو ته ځان ورسوي.
هغې زياته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، ډېرى ښځې له رواني ناروغيو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې د دوی د درملنې لپاره دې لازم ګامونه پورته شي.
تېر لس کاله په دغه ولايت کې په پنځو بېلابېلو دورو کې يو سل او پنځوس قابله ګانې له دوه کلنو زده کړو فارغې شوې، خو ناديه باوري وايي، چې د هغوی کاري وړتياوې کمې دي.
هغه وايي: ((اصلاً د قانون له مخې يوه نرس قابله حق نه لري، چې يوه ناروغ ته نسخه وليکي. چون دلته ضرورت دی، نو نرس قابله ګانې ناروغانو ته په خپله نسخې ليکي، دا ستونزې په مرکز کې هم شته او ولسواليو کې هم.))
زيبا يوه بله مېرمن د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د خوست روغتيايي ستونزو ته په کتو سره دې خپله جدي پاملرنه وکړي.
هغې وويل، چې خوست ولايت متخصص ډاکټرانو ته جدي اړتيا لري او په ټولو ولسواليو کې دې پر دندو وګومارل شي.
هغې زياته کړه: ((زموږ زياتره ناروغان پاکستان ته ځي، پاکستان ته تلل ډېرو پيسو ته اړتيا ده، که څوک پيسې لري، پاکستان ته ځي او که نه، بيا له زياتو مشکلاتو سره مخ وي.))
د خوست د عامي روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک خبري اژانس ته په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې د ښځو ستونزې ومنلې.
هغه وويل، په يو شمېر ولسواليو کې قابله ګانې شته، خو زياتوي چې په مرکز کې د ښځينه ډاکټرانو کمبود او په ولسواليو کې د هغوی نشتوالى د لرې پرتو سيمو د ښځينه ناروغانو لپاره يو لړ روغتيايي ستونزې جوړې کړې دي.
ډاکټر ه حميدي وويل: ((دا مهال دوی په مرکز او ولسواليو کې ۳۲ روغتيايي مرکزونه لري، خو له دې جملې په يوه روغتيايي مرکز کې هم ښځينه اېم ډي ډاکټره نه لري.))
هغه زياته کړه، د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو د ښځينه مسلکي ډاکټرانو لپاره د نړيوالې روغتيايي شبکې په چوکاټ کې تشکيل او معاش لري، خو ډاکټرانې نشته.
د حميدي په وينا، د يو شمېر امنيتي دلايلو پر بنسټ د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې ښځينه ډاکټرانې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، خو زياتوي، چې د دې ستونزې د حل لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس وويل، سربېره پر ولسواليو د ولايت په مرکزي ملکي روغتون کې هم د ښځينه ډاکټرانو کمبود لري، چې حل کول يې وخت غواړي.
دا مهال د خوست په ملکي روغتون کې د اتلسو قابله ګانو په ګډون يوه ښځينه متخصصه ډاکټره او څلور نورې ښځينه اېم ډي ډاکټرانې کار کوي، خو ټولو ښځينه ناروغانو ته ځان نه شي رسولاى.
نړيواله روغتيايي شبکه يا Health Net، چې د روغتيايي اسانتياوو او خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت پر غاړه لري دا مني، چې د ښځينه ناروغانو ټولو ستونزو ته يې ځان نه دى رسولى.
د دې شبکې مشر ډاکټر محمدغني غروال پژواک ته وويل، په يو شمېر ولسواليو کې يې د ښځينه ډاکټرانو لپاره ټول امکانات او اسانتياوې برابرې کړې، خو بيا هم نه غواړي، په ولسواليو کې دندې ترسره کړي.
ډاکټر محمدغني غروال وايي: ((هڅه کوو، چې د وخت په تېرېدو سره د خوست ولايت د ښځينه ناروغانو ستونزې حل کړو او هيله من يو، په دې برخه کې پرمختګ هم رامنځته شي.))
د يادونې ده، دا مهال د خوست په مرکز کې د بې سرحده ډاکټرانو زېږنتون، چې نږدې يو کال وړاندې يې په کار پيل کړی، نسايي او ولادي ستونزو ته يې تر ډېره بريده هوارې کړې دي.
په دغه زېږنتون کې، چې ټولې اسانتياوې لري، د شمېرو له مخې په تېرو لسو مياشتو کې شاوخوا لس زره زېږنونه شوي دي.
په ټوله کې د خوست د عامې روغتيا د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه شکايتونه زيات اورېدل کېږي، خو د دغه ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي، هڅې کوي، چې ستونزې حل کړي.