کابل ( پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢ ) : د ولسمشر حامدکرزي په حضور کې د سينه وبغل يا (پی سي وي) د واکسين پلي کېدو سره په ټول هېواد کې د عامې روغتيا وزارت له خوا ددغه واکسين لړۍ پيل شوه.
له ارګ څخه د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې جوړه شوې وه په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو او يونيسف استازو هم حضور درلود، د عامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل د هېواد د ماشومانو د واکسيناسين په ورځني جدول کې د سينه و بغل د واکسين د شموليت خبر ورکړ.
هغې زياته کړه : (( نن د سينه و بغل واکسين چې د ( نوموکوکل ) په نوم ياديږي او د سينه و بغل د ۱۳ ډوله باکتريا پروړاندې ماشومانو ته مقاومت ورکوي، په ټول افغانستان کې پيل شو.))
د نوموړې په وينا، د سينه و بغل پر وړاندې د واکسين پلي کېدل په افغانستان کې د کتلوي معافيت په ملي پروګرام کې داخل شو، په دې معنی چې د کال په اوږدو کې هر وخت چې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسين د پلي کولو لپاره کلينيک ته مراجعه کوي، ماشومان يې د ۹ ناروغۍ پروړاندې واکسين کېږي، چې يو يې سينه و بغل دی.
د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې افغانستان بايد په دغه واکسين کې د شاملېدو او معرفي کېدو لپاره دوه وړاندې شرطرونه تکميل کړي وای، يو د سينه و بغل د واکسين د ساتنې د مرکزونو تجهيز او پراختيا او دويم يې د دغه واکسين د تمويل او اخيستو لپاره د افغانستان د حکومت ونډه وه، چې د افغانستان حکومت دا دوه شرطونه عملي کړل.
ولسمشر حامدکرزي په دغه غونډه کې د خبرو په ترڅ کې خوښي څرګنده کړه چې نن يو ځل بيا د خلکو د لا ښې روغتيا لپاره په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره اقدام کېږي.
هغه له روغتيايي نړيوال سازمان او ځينو نورو بنسټونو نه، چې په دې برخه کې همکار دي، د مننې په ترڅ کې وويل، چې د هېواد د ماشومانو لپاره د سينه و بغل د واکسين پلي کېدل د افغانستان د پرمختګ د يو بل ګام د اوچتولو ښکارندوی دی.










