ترينکوټ ( پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢ ) : د اروزګان د عامې روغتيا مسوولين وايي ، چې د واکسين د تطبيق په برخه کې له امنيتي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.
د عامې روغتيا مسوولين د امنيتي ستونزو شکايت په داسې حال کې کوي، چې په روان کال کې په دې ولايت کې د واکسين دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
د عامې روغتيا رياست له خوا نن په دې ولايت کې دسينه بغل ناروغۍ پر وړاندې د واکسين لړۍ پيل کړه، چې پکې والي امير محمد اخندزاده او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده په دې اړه د ولسمشرحامد کرزي پيغام ولوست ، چې هغه د سينه بغل د واکسين د پروسې په پيلېدو خوښي څرګنده کړې وه.
هغه زياته کړه ، چې ددغه کمپاين له تطبيق سره به ددې ولايت ماشومان له يادې مرګونې ناروغۍ څخه وژغورل شي .
نوموړي د عامې روغتيا له رياست څخه وغوښتل ، چې دا واکسين ټولو ولسواليو او کليو بانډو ته ورسوي.
والي په چورې ولسوالۍ کې د واکسين د دوو کارکوونکو وژل کېدل په کله وغندل .
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر مياخېل وويل،دا يو ډول نوى واکسين دى ، چې د ولايت د مرکز او ولسواليو ماشومانو ته چې عمرونه يې له يوه کال څخه کم دي، ورکړل شي.
هغه زياته کړه، چې تېره مياشت په چورې ولسوالۍ کې يې دوه کارکوونکي وژل شوي ، چې ددوى اندېښنې يې زياتې کړې دي .
د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر سيف الدين وايي، چې پخوا دوى د واکسين پر وړاندې کومه امنيتي ننګونه نه لرله، خو د چورې تر پېښې وروسته د خپلو کارکوونکو دامنيت په اړه يې اندېښنې زياتې شوې دي.
نوموړي اړونده ادارې په بې پروايۍ تورنې کړې او زياته يې کړه چې د چورې د پېښې په پلټنو کې يې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.










