Language

د کندهار ولسواليو کې ښځينه ښوونکې په لوړ معاش په دنده ګومارل کېږي

کندهار ( پژواک ١٧ ليندۍ ٩٢ ) : د کندهار ولايت د پوهنې رياست په پلان کې لري، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ښځينه ښوونکې په لوړ معاش وګوماري، تر څو دغلته د ښځينه ښوونکو د نشتوالي ستونزه حل شي او نجونې اړې نه شي ، چې خپلې زده کړې په نيمايي کې پرېږدي.

که څه هم د کندهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ګڼ شمېر ښوونځي لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې دي، خو هغه چې پرانيستي دي د نورو مسلکي ښوونکو د کمښت تر څنګ پکې د ښځينه ښوونکو نشتوالى لويه ستونزه ده.

د همدغې ستونزې پر بنسټ د ولسواليو په ښوونځيو کې نجونې يواځې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي او تر هغه وروسته د کورنيو له خوا نه پرېښودل کېږي، چې زده کړو ته دوام ورکړي.

خو اوس د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره يې د يوه نوي پروګرام له مخې په ولسواليو کې په لوړ معاش د ښځينه ښوونکو د ګومارلو هڅې پيل کړې دي.

د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې به ښځينه ښوونکې د هغوى علمي سويې ته په پام په لوړ معاش وګومارل شي.

هغه زياته کړه، د معاش کچه به له ٨٠٠ څخه تر ١٤٠٠ ډالرو پورې وي، چې دا لوړ معاش دى او ښځينه ښوونکې به زړه ښه کړي چې په ولسواليو کې دندې تر سره کړي.

د نوموړي په وينا، دغه پروګرام د (GPE) Global Partnership for Education د زده کړې لپاره د نړيوال مشارکت په چوکاټ کې د پوهنې د ورزات له لورې تمويلېږي.

دى وايي، دغه پروګرام په هغو هېوادونو کې پلى کېږي، چې د دغه مشارکت غړيتوب ولري او افغانستان هم په دې وروستيو کې د دغه جوړښت غړيتوب تر لاسه کړى دى.

نظري وايي، اوسمهال په لوړ معاش د ښځينه ښوونکو د ګومارلو پروګرام په دريو ولسواليو ډنډ، دامان او سپين بولدک کې پيل شوى، چې تر دې مهاله په ډنډ ولسوالۍ کې ٥، په دامان کې ٣ او په سپين بولدک کې ١ ښځينه ښوونکې په دنده ګومارل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، په پلان کې ده ، چې په ياده شوې هره ولسوالۍ کې اته  ښځينه ښوونکې په دندو وګوماري.

دى وايي، تر دې وړاندې يې له کندهار ښار پرته په هيڅ ولسوالۍ کې ښځينه ښوونکې نه لرلې، چې له امله به يې ډېرو نجونو خپلې زده کړې په شپږم ټولګي کې پرېښودې.

د هغه په وينا، د دغه نوي پروګرام له پلي کېدو سره به په ولسواليو کې مېشتې کورنۍ وهڅول شي، چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د ښځينه ښوونکو د نشتوالي په بهانه به د هغوى د زده کړو پر وړاندې خنډ نه جوړوي.

نظري وويل، چې اوسمهال دغه پروګرام امتحاني بڼه لري، که يې پايلې ښې وې، نو راتلونکى کال به د کندهار ولايت په ١٠ ولسواليو کې دغه پروګرام پلى کړي.

د پوهنې رياست د دغه پروګرام له پلي کېدو سره په يادو شويو ولسواليو کې ښوونځيو ته د نجونو تګ بيرته زيات شوى دى.

د راضيې په نوم يوه ښوونکې چې د نوي پروګرام له مخې يې دا مهال د ډنډ ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې دنده پيل کړې وايي، په بېلابېلو ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو له راتګ سره کورنۍ حاضرې شوې، خپلې هغه نجونې چې له ښوونځيو يې ګرځولې وې، بيرته راولېږي.

نوموړې پژواک اژانس ته وويل، د دې لپاره چې هم يې د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت کړى وي او هم يې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړې وي، زړه يې ښه کړى چې په ولسوالۍ کې دنده تر سره کړي.

دا وايي، د پوهنې رياست ورته ٨٠٠ ډالر معاش ورکوي، چې د هغې د ژوند ټولې اړتياوې ورباندې په ښه توګه پوره کېدلاى شي.

بل خوا د ولسواليو اوسېدونکي هم په دې خوشحاله دي، چې په ښوونځيو کې يې د لومړي ځل لپاره ښځينه ښوونکې په دندو ګومارل کېږي.

د سپين بولدک ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ښځينه ښوونکو د نشتوالي له امله ډېر کم خلک زړه ښه کوي، چې خپلې نجونې د زده کړو لپاره ښوونځيو ته ولېږي.

هغه زياته کړه، که يې په ولسوالۍ کې ښځينه ښوونکې په دندو وګومارل شي، نو ډېرې کورنۍ به دې ته اماده شي، چې په خپلو لوڼو تعليم وکړي.

دى وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوه ښځينه ډاکټره يا ښوونکې نه لري، ځکه په تېر کې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو په خپلو لوڼو زده کړې نه دي کړي، چې اوسمهال ډېر خلک د دغې ستونزې له امله رنځېږي.

کندهار ولايت په خپل تشکيل کې ٤٥٠ بابه ښوونځي لري، چې له دې جملې څخه د ١٠٠ په شا و خوا کې ښوونځي لا هم د نا امنيو، ستونزو او نه امکاناتو له امله تړلي پاتې دي.

په دغه ولايت کې نژدې ١٧٣ زره نارينه او ٥٢ زره ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوخت دي، چې د ٥٢٠٠ نارينه او ٣١٢ ښځينه ښوونکو له لورې ورته زده کړې ورکول کېږي.

Related Topics