منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په پکتيکا کې د څلورو ښوونځيو د ودانيو جوړولوچارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

ښرنه ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : د پکتيکا ولايت په دوو ولسواليو کې د هلکانو او نجونو څلورو ښوونځيود ودانيو جوړولو چارې پيل شوې.

د پکتيکا د پوهنې رييس استاد کوچي ځاځي د ليندۍ په ۱۸مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  ديحيی خېلو اوجاني خېلو پريادو ښوونځيو يو ميليون او سل زره امريکايي ډالر لګښت راځي ، چې د ولايت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

نوموړی زياتوي : ((له دغو ښوونځيو څخه يې د درېيو ودانۍ په يحيی خېلو کې د هلکانو لپاره او بل يې د نجونو ښوونځی دی ، چې چمبران اناثيه نومېږي په جاني خېلوکې جوړېږي.))

د پوهنې رييس وويل، يادشوى  هريو ښوونځی به د۶۰۰ زده کوونکو دزده کړې دوړتيا ترڅنګ ټولې اړينې اسانتياوي ولري ، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونکو دوولسو مياشتوکې ترسره شي.

 ځاځی وايي، د سيمې مشرانو اوخلکوته ورته پوره ډاډ ورکړی ،چې د ښوونځيو او زده کړې پر وړاندې هرډول خنډونه به  له منځه وړي اوکلکه ساتنه به يې کوي.

د يحيی خېلو يو تن مشر ګل کريم کټوازي پژواک اژانس ته وويل، په دې سيمه کې يې د يادو دوو ښوونځيو جوړېدل ددوی اساسي غوښتنه وه.

هغه زياته کړه : (( دغه ښوونځي زموږ د بچيانو دزده کړې لپاره جوړېږي، موږ يې خپله ساتنه کوو، ترڅو بچي مو بې تعليمه نه شي.))

د جاني خېلو يو تن اوسېدونکی رحيم خان هم وايي،په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ددې ښوونځي  په جوړېدو سره به مو نجونې هم دپوهې له لوی نعمت څخه برخمنې شي.

هغه وايي، چې په دې سيمه کې امنيت د ډاډ وړدی ، د نجونو او هلکانو زده کړې ته ښه او ډاډمنه زمينه برابره ده.

ديادونې ده،چې اوس مهال په پکتيکاکې ټول ۳۴۴ ښوونځي فعال دي،چې ۲۰۷ لومړني،۵۹منځني او۵۸ يې لېسې دي.

پريادو ښوونځيوکې د۱۴۲۰۳۴ په شاوخواکې زده کوونکي زده کړې کوي، چې له ډلې يې ۲۳۰۰۰ تنه نجونې دي.