منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۷ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د بلخ د فاطمه بلخي ښوونځى د نړۍ يو له غوره ښوونځيو څخه وګڼل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

مزارشريف ( پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢ ) : د بلخ ولايت د فاطمه بلخي د نجونو ښوونځی د انګلستان له خوا د نړۍ له غوره ښوونځيو څخه وګڼل شو.

د بلخ ولايت د پوهنې رييس قيس مهراين د ليندۍ په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ شل ښوونځي په انلاين توګه د برټش کونسل له لارې د انګلستان له غوره ښوونځيو سره په اړيکه کې وو، چې وخت ناوخته يې د دغه ښوونځيو طرحې او پلانونه ارزيابي کول.

نوموړي زياته کړه، چې د انګلستان د برټش کونسل له لارې په شوې سروې کې د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې د فاطمه بلخي په نامه د نجونو ښوونځی د نړۍ په غوره ښوونځيو کې شامل کړای شو.

د هغه په وينا،د فاطمه بلخي ښوونځی د سرسبزي، ودانۍ،د درسي موادو، لابراتوار، کتابتون، د تدريس طرحې او د ښوونځي د ادارې د زده کونکو له کورنيو سره د اړيکو له امله دغه مقام ته رسېدلی دی.

همداراز د زده کوونکو، ښوونکو او زده کوونکو د کورنيو تر منځ همغږۍ هم ددغه ښوونځي يو له مهمو کړنو څخه وې.

د مهراين په وينا، له همدې امله د انګلستان هېواد له خوا د دغه ښوونځي زده کوونکو ته سرو زرو مډال ورکړل شو.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې په روانو کلونو کې به د بلخ ولايت نور ښوونځي هم دغو سياليو ته وړاندې کوو، چې په بلخ ولايت کې د نړۍ په کچه د غوره ښوونځيو شمېر پکې زيات شي.))

د فاطمه بلخي ښوونځي مديرې فوزيه نعمتي پژواک ته وويل، چې دوی له تېرو څو کلونو هڅه کوي، چې د تدريس د ټولو معياري اصولو له مخې زده کوونکي وروزي.

نوموړې زياته کړه، چې د دغه ښوونځي زده کوونکي د ښوونځي په پاک ساتلو او د لوبغالو په جوړولو کې په خپله علاقه برخه اخلي او همدا لامل دی، چې ښه ښوونځي ګڼل کېږي.

همداراز د تدريس لارې چارې او زده کوونکو څارنه هغه مسايل دی، چې دغه ښوونځی يې د نړۍ په کچه په غوره ښوونځيو کې شامل کړ.