جلال اباد (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): په ننګرهار کې د معتادينو لپاره د يوه لوى کمپلکس د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د ليندۍ په ٢١مه د دې پروژې د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمپلکس له هغو پيسو جوړېږي چې د نشه يي توکو وزارت له خوا پنځه کاله مخکې دغه ولايت ته ځانګړې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې وزارت دغه ولايت ته د کوکنارو کچه صفر ته د راټيټولو په بدل کې لس ميليونه ډالر اعلان کړي وو.
دى وايي، چې له يادو پيسو يې يو څه برخه تر اوسه پورې پاتې وه، نو د ولايت مقام د غوښتنې پر اساس په ننګرهار کې د معتادينو د شفاخانې د جوړولو غوښتنه وشوه.
د ګرديوال په وينا، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري دغه پروژه اوس پلې کېږي، چې ٣،٧ ميليونه لګښت به پرې راځي.
هغه وايي، چې دغه کمپلکس به يو لوى روغتون، د سپورت ميدانونه، د حرفوي زده کړو لپاره ځانګړى ځاى او داسې نور اړوند ملحقات ولري.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت مرستيال هارون الرشيد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې يې له دې وړاندې د امريکا د سفارت له لوري په ورکړل شوو پيسو دوه پروژې ترسره کړې چې په پنځو ولسواليو کې د اوبو لګولو سيستم دى او همداراز د ننګرهار پوهنتون د ليليې درې بلاکونه وو چې چارې يې يو څه ترسره شوې دي.
ده وويل: ((دريمه پروژه د کمپلکس ده چې د معتادينو لپاره به په دېرش جريبه ځمکه کې جوړيږي.))
نوموړى وايي، چې د دغه کمپلکس په جوړېدو سره به د معتادينو په برخه کې هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې، له منځه ولاړې شي.
شېرزاد دا هم وويل، چې دغه کمپلکس به د هېواد په کچه لوى کمپلکس وي چې چارې به يې په ١٤ مياشتو کې بشپړې شي.
د ولسي جرګې منشي انجنير سيداکرام پژواک اژانس ته د ياد کمپلکس په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې ياد کمپلکس به په يو وخت کې وکولى شي چې ١٥٠ تنه معتادين درملنه کړي.
نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د کوکنارو له کښته دې ځان وساتي، تر څو د ياد بوټي په نه کرلو سره دغه ولايت ته د بيارغونې سترې پروژې راجلب کړي.









