ژبه

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): ولسمشر کرزى نن له غرمې وروسته د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د هند د نړيوالو اړيکو کنفرانس او د افريقا او اسيا په پراختيايي مشارکت کې د ګډون په موخه هند ته روان شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ولسمشر د ياد کنفرانس په څنډه کې د هند له لومړي وزير منموهن سينګ، د بهرنيو چارو له زير سلمان خورشيد او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري.

خبرپاڼه زياتوي، چې د افغانستان ولسمشر به په دې څلور ورځني سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا او دوه اړخيزو همکاريو خبرې وکړي.

پژواک