منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۷ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې درېيو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ليندۍ٩٢): د غزني په دوو ولسواليو کې درېيو ښوونځيو ته د شل ميليونه افغانيو په لګښت، د نويو ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې.

د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغو ښوونځيو د جوړلو چارې افتتاح کړې.

د پوهنې وزارت لi خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوې ودانۍ به د غزني د قرباغ ولسوالۍ د سر قانع تمکي او حسن ورقه منځنيو ښوونځيو او د جاغوريو ولسوالۍ د مهاجرينو لېسې ته جوړې شي.

هره نوې ودانۍ به ۳۲ درسي او اداري خونې او نورې اړينې ښوونېزې اسانتياوې ولري، چې د شاوخوا ۱۲۰۰ زده کوونکو لپاره به خوندي تدريسي چاپېريال برابر کړي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دوه منځني ښوونځي د پوهنې وزارت د پراختيايي بوديجې او د مهاجرينو لېسه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي مرسته جوړېږي، چې پر درې واړو ښوونځيو څه باندې ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.‎

دا مهال په غزني ولايت کې ۶۵۷ بابه ښوونيز مرکزونه فعال دي، چې نږدې ۳۴۴ زره زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.

سرچينه ليکي،  چې د پوهنې وزير د غزني خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ددې ښوونځيو په څېر به په ټولو هغو سيمو کې ښوونيزو مرکزونو ته ودانۍ جوړې کړي، چې تر دې مهاله يې نلري.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، پر دې سربېره د روان ښوونيز کال له پيل تر اوسه پوهنې وزارت د غزني د خلکو په مرسته د زده کوونکو پر مخ د ۲۳ تړلو ښوونځيو دراوزې خلاصې کړي.

خبرپاڼه زياتوي ، چې د پوهنې وزارت په تېرو ۷ کلونو کې په غزني کې د څه باندې ۱۵،۶ ميليون ډالرو په لګښت ۱۹۱ ساختماني ښوونيزې پروژې پلې کړي، چې له هغې ډلې د ۱۳۵ پروژو چارې سرته رسېدلې دي.

 دغه راز په غزني ولايت کې د راتلونکي کال لپاره ۷۹ پروژې پلان شوي، چې د نوي کال په لومړيو کې به يې رغنيزې چارې پيل شي.