کابل(پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او ايران ترمنځ د دوستۍ سند په متن د کار له پيلولو خبر ورکړ او وايي، چې ټاکل شوې په کابل کې د ځانمرګو بريدونو د حراموالي په اړه د عالمانو نړيوال کنفرانس او يو نړيوال اسلامي پوهنتون جوړ شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې داسلامي همکاريو سازمان(OIC) د بهرنيو چارو وزيرانو ٤٠ مه ناسته په کينيا جمهوري هېواد کې جوړه شوې وه او په کابل کې يې د يوه نړيوال اسلامي پوهنتون په جوړولو هوکړه وکړه.
دده په خبره، دا ناسته د ليندۍ مياشتې په ١٨ مه پيل او د همدې مياشتې په ٢٠ مه پاى ته ورسېده ، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ارشاداحمدي په کې ګډون کړى و.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې دا پوهنتون به د اسلامي پراختيايي نړيوال بانک او غړو هېوادونو په ملاتړ او همکارۍ په کابل کې جوړ شي.
موسى زي زياته کړه ، چې دا ډول پوهنتونونه په پاکستان، بنګلدېش او ماليزيا کې هم جوړ شوي دي.
د موسى زي د معلوماتو له مخې، د شوې ناستې په پرېکړه ليک کې ، په کابل کې د پوهنتون له جوړېدو پرته ځينې نور موضوعات لکه سيمه ييزې همکارۍ او د نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم د همکاريو د کچې لوړول شامل دي.
هغه څرګنده کړه، چې په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه، څو داسلامي عالمانو کنفرانس، د ځانمرګو بريدونو د ناروا والي په اړه د راتلونکي کال د تلې مياشتې په ٢مه نېټه په کابل کې جوړ شي.
هغه زياته کړه، چې په دې کنفرانس کې به د اسلامي هېوادونو جيد عالمان ګډون وکړي.
موسى زي همدارنګه وويل ، چې تېره اونۍ د افغانستان او ايران ولسمشرانو ايران ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال د همکاريو او دوستۍ د يوه اوږد مهاله سند د اصولو په برخه کې هوکړه وکړه.
هغه وويل، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې ددې تړون د متن په اړه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ګډې کمېټې کار پيل کړي.
د نوموړي په وينا، ددې سند له مخې به اقتصادي، ترانزيټي، سياسي، امنيتي او فرهنګي همکاريو ته پراختيا ورکړي.
هغه زياته کړه، چې په تېره لسيزه کې ايران و افغانستان په بېلابېلو برخو کې همکارۍ کړې او غواړي چې د سند په چوکاټ کې له ايران سره خپلې همکارۍ نورې هم پراخه کړي.










