کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): د فوايد عامې وزارت د ٢٢٦ ميليون افغانيو په لګښت په کابل اوکندوز ولايتونو کې د سړک د دوو پروژو او په پنځو نورو ولايتونو کې د شپږو پلونو د جوړولو خبر ورکړ.
د يادو اتو پروژو تړون، نن په کابل کې د فوايد عامې وزارت او د اوو خصوصي ودانيزو شرکتونو تر منځ لاسليک شو.
دغه وزارت ياد قراردادونه مهم بولي او وايي، چې د دغو پروژو کارونه به د يوه کال په اوږدو کې بشپړ شي او په بشپړېدو سره يې د زرګونو کورنيو ستونزې حل شي.
د ودانيزو چارو او د فوايد عامې وزرات د سړکونو د څار او ساتنې مرستيال ډاکټر احمدشاه د قرادادونو د تړلو په مراسمو کې وويل، چې په دوو پروژو کې يې د کابل د استالف- پروان سړک او په کندوز کې اته کيلومتره سړک شامل دى.
نورې شپږ پروژې په بغلان، دايکنډي، بدخشان، پکتيکا او فارياب ولايتونو کې د اوسپنيزو کانکريټي پلونو جوړول دي.
د فوايد عامې وزارت مرستيال وايي، په دغو پلونو کې د فارياب مرکز ميمنې ښار د سرحوض سيند د ٤٨ متره اوږد پول رغول، د دايکنډي د شهرستان ولسوالۍ په سيند پول او دغه راز د پکتيکا د احمدخېلو ولسوالۍ پول شامل دي.
هغه دغه راز د بغلان ولايت په خوست فرنګ ولسوالۍ کې له دوه ١٥ متره او ١٠ متره پلونو او د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د يوه ١٤ متره پول له جوړونې څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل، چې يادې پروژې د خلکو د اقتصاد په پياوړتيا کې ګټورې ثابتيږي.
نوموړي زياته کړه: ” موږ د کار کيفيت ته ډېره پاملرنه کوو او د يادو شرکتونو کارونه زموږ د ټيمونو له لوري ارزول کېږي.”
دغه پروژې د فوايد عامې وزارت د کليو د لارو جوړونې په پروګرام NRAP کې شاملې دي او د نړيوال بانک له لوري تمويليږي.
د فوايد عامې وزارت وايي، چې په روان کا کې يې د نړيوال بانک ٥٥ ميليون امريکايي ډالره په ولايتونو کې د دغه پروګرام له لوري لګول شوي او په راتلونکي کال کې به د نړيوال بانک ١٠٠ ميليون ډالره نوره مرسته هم په ترانسپورټي بنسټيزو برخو کې ولګول شي.
د کليو د لارو جوړونې پروګرام له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې د فوايد عامې او د کليو د پراختيا وزارتونو له لوري د ملګرو ملتونو د رغونې پروګرام په مرسته او د ماليې وزارت په سرپرستۍ د هېواد په ولسواليو، کليو او بانډو کې په لاره اچول شوى دى.
د دغه پروګرام له مخې، تر دې مهاله له ١١ زره کيلومتره څخه ډېر سړکونه او شاوخوا څلور زره متره پلونه د هېواد په کچه رغول شوي او کليوالو خلکو ته يې ښه کاري زمينه مساعده کړې ده.










