کابل ( پژواک ٨ مرغومى ٩٢ ) : په ميدان وردګو کې د ٢١ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د يوې لېسې او ليليې د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياـڼي د مرغومي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د جلرېز ولسوالۍ په زيولاتو سيمه کې په شاوخوا درې جريبه ځمکه کې يادې پروژې پلې کېږي.
هغه زياته کړه ، پر دې پروژو ٢١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي ،چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي .
دى وايي ، د دغو ودانيو،چې په درې پوړونو کې به شپاړس خونې ولري،د شپاړس مياشتو په موده کې به يې د جوړولو چارې ترسره شي .
د ميدان وردګو د معاونيت سرپرست او دسکتوري خدمتونو رييس غزني ګل ځاځي پر ولس غږ وکړ، چې د دغه ډول پروژو په پلي کولو کې پوره مرسته وکړي او زياته يې کړه،دغه راز نورې پروژې چې ولس ته يې ګټه رسيږي ډېر ژر به پيل کړي.
د نوموړي په وينا، ددغه ډول پروژو پلي کول د خلکو له همکارۍ پرته ناشوني دي.
د ولايتي شورا مرستيال حاجي محمد حضرت جانان هم له ولس څخه وغوښتل، چې د دغه ښوونځي او ليليې په جوړولو کې پوره مرسته او څارنه وکړي.
هغه زياته کړه ، چې که ولس له حکومت څخه ملاتړ وکړي لرې نه ده ، چې په هره سيمه کې د ولس د غوښتنو اړوند هر ډول عام المنفعه پروژې پلې شي.