ژبه

 کندهار(پژواک، ٩ مرغومي ٩٢):چارواکي وايي ، چې د کندهار ولايت لپاره د ملي پيوستون د پروګرام شاوخوا ٢٦ ميليونه ډالر، چې بايد په ټولګټو پروژو لګول شوي واى، په بانکونو کې پراته دي.

 اړوند چارواکي وېره څرګندوي ،چې که دغه پيسې د ٢٠١٤ کال تر سپټمبر مياشتې پورې و نه لګول شي، شونې ده ،چې دغه پيسې يا خو کنګل شي او يا نورو ولايتونو ته ورکړل شي.

 دغه څرګندونې د ښې حکومتدارۍ تر چتر لاندې په هغه غونډه کې وشوې، چې د کندهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې نن جوړه شوې وه.

 په غونډه کې د کندهار والي توريالي ويسا، د ولايتي شورا اړو، ولسوالانو، د ولسواليو امنيتي مسوولينو، د ولسواليو د شوراګانو غړو او قومي مشرانو ګډون کړى و.

 غونډې ته د ملي پيوستون د پروګرام حوزوي مسوول منير احمد په خپله وينا کې وويل، چې په دغه ولايت کې له ٢٠٠٣ کال راهيسې د ملي پيوستون پروګرام پيل شوى، چې د دغه ولايت له يوې ولسوالۍ(رېګستان) پرته نورې ټولې ١٦ ولسوالۍ يې پکې تر پوښښ لاندې نيولې دي.

 هغه زياته کړه، په دغه موده کې په دوو پړاونو کې لومړى ځل ١٠٩٣ شوراګانې قرارداد شوې وې، چې يواځې ١٠٠٤ يې جوړې شوې، دغه راز دويم ځل ٨٠٧ شوراګانې قرارداد شوې وې، چې يواځې ٣٨٤ يې جوړې شوې.

 د نوموړي په وينا، تر دې مهاله د کندهار په دريو ولسواليو (ډنډ، ارغنداب، دامان) کې د ملي پيوستون د پروګرام لومړى پړاو په برياليتوب تر سره شوى او اوس پکې دويم پړاو دوام لري.

 د ملي پيوستون د پروګرام دغه مسوول وويل، چې تر دې مهاله د دغه ولايت په ١٦ ولسواليو کې د ٣١٥٠ پروژو څخه يوازې ١٠٠ يې بشپړې شوې، خو د نورو يې يا کارونه روان دي يا يې کارونه د ناامنيو او نورو ستونز له امله په نيمايي کې پاتې دي.

 ده وويل، په راتلونکي کال کې په پلان کې لري، چې د دغه ولايت په خاکرېز، ميوند، پنجوايي، ميوند او غورک ولسواليو کې ٤٢٣ نورې شوراګانې جوړې کړي او د هغوى له لارې د خلکو په خوښه د ټولګټو پروژو کارونه تر سره کړي.

 خو هغه وويل، چې تر دې مهاله د ملي پيوستون ٢٦ ميليونه ډالر چې بايد مصرف شوي واى، په بانکونو کې پراته دي او که دغه پيسې د ٢٠١٤ کال تر سپټمبر پورې مصرف نه شي، نو يا به کنګل شي او يا به نورو ولسواليو ته ورکړل شي.

 دى ووايي، د ملي پيوستون د پروګرام لپاره پيسې د نړيوال بانک له خوا د د کليو د پراختيا وزارت له خوا لګول کېږي.

 د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، چې په دې برخه کې تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې په ځينو ولسواليو کې د جوړو شوو شوراګانو له خوا پيسې ايستل شوې، خو مصرف کړې يې نه دي او په ځينو ولسواليو کې بيا د ناامنيو او نورو ستونزو له امله کارونه نه دي شوي.

 خو هغه وويل، چې په دې برخه کې يې د ولسواليو له مسوولينو سره په ګډه کار کوي، تر څو هغه کسان پيدا کړي، چې د ملي پيوستون د پروګرام پيسې يې اخيستي خو لګولې يې نه دي.

 په دغه غونډه کې د بېلابېلو ولسواليو د سيمه ييزو شوراګانو غړو هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د ملي پيوستون د پروګرام د ښه پلي کېدا لپاره اړينه ده، چې د ولسوال او د شوراګانو د غړو تر منځ همږغي موجوده وي.

 هغه غوښتنه وکړه، چې اړوند مسوولين دې هغه کسان په ګوته کړي، چې د ملي پيوستون پيسې نه دي لګولې او يا يې د عام المنفعه کارونو پر ځاى پر خپلو شخصي کارونو لګولې دي.

 د ميانشين ولسوالۍ د شورا يو غړي حاجي رحمت الله اغا هم ورته خبرې وکړې او ويې ويل، چې اوس د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى، د ولايتي شورا غړي او نور اړوند مسوولين کولاى شي د ملي پيوستون د پروګرام د کارونو څخه له نژدې ليدنه وکړي.

 د کندهار والي توريالي ويسا هم په دې برخه کې د شته ستونزو يادونه وکړه، خو ټينګار يې وکړ، چې د ملي پيوستون پيسې بايد پر هغو کارونو ولګول شي، چې خلک ورته اړتيا لري.

 هغه د ملي پيوستون د پيسې د نه لګېدو په اړه وويل، چې د ناامنيو او نورو ستونزو تر څنګ عمده ستونزه دا ده، چې د ولسواليو د شوراګانو ډېر غړي داسې دي، چې د ولسواليو پر ځاى په ښار کې ژوند کوي، نو ځکه د خپلې سيمې له اړتياوو څخه معلومات نه لري.

 خو هغه ټينګار وکړ، چې په دې برخه کې دې همږغي زيات شي، تر څو د ملي پيوستون پاتې پيسې په سمه توګه د خلکو پر اړتياوو ولګول شي.

ورته موضوع