منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل د کرنې د پراختيا لپاره کابو ٣٢ ميليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): د کرنې وزارت وايي، راتلونکى کال (١٣٩٣) په پام کې لري په کابل کې د کرنې د پراختيا، غذايي خونديتوب او د خلکو د بوختيا په موخه ٤٠٠ بېلابېلې پروژې تر سره کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير محمداصف رحيمي، دغه څرګندونې نن (د مرغومي ١٥ مه) په يوه ناسته کې څرګندې کړې.

هغه وويل، له يادې لويې کرنيزې پروژې څخه موخه د اوبو لګولو پراختيا، د کرنيزو پراختيايي صندوقونو جوړول او بزګرانو ته پورونه سپارل، له کرنيزې ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته کول او د بازار پراختيا ده.

د کرنې وزير زياته کړه، د يادو ٤سوه پروژو پر پلي کولو شاوخوا ٣٢ ميليون ډالره لګښت راځي او د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې له لوري ورکول کېږي.

د کابل ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس حشمت الله عنايت د دغې لويې کرنيزې پروژې د هرکلي ترڅنګ وويل، چې د پروګرام له مخې به دغه پروژې د کابل ولايت په ټولو ١٤ ولسواليو کې پلې شي.

د هغه په وينا، په ١٣٩٢ لمريز کال کې د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ټولټال ٤٨٥ پروژې د کرنې وزارت په مرسته ترسره شوي، چې د کرنې د پياوړتيا، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې ډېرې اغېزناکې ثابتې شوې دي.

د بڼوالۍ توکو وېشل، د مڼو، زردالو، الوچو، شفتالو او ګيلاس له ١٥سوه جريبه څخه زياتو باغونو اېښودل، له ٨ کيلوګرامه څخه د زياتو زعفرانو او پيازو وېش، د غنمو له٩٠ ټنو څخه د زيات اصلاح شوي تخم او ٢٧٠ ټنه کيمياوي سرې (کوډ) وېش، ټول هغه کارونه دي چې سږ کال ټولټال ٣٨٣٤ بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

د کابل والي عبدالجبار تقوا هم په ياده ناسته کې شتون درلود او ويې ويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې ټولې ٤٨٥ کرنيزې پروژې ترسره شوي او ټولټال ١٥ ميليون ډالره لګښت پرې راغلى دى.

د کابل والي له بزګرانو وغوښتل، چې د زراعت د پياوړتيا او په ځانګړي ډول د غنمو د کرلو په پراختيا کې د کابل له کرنې رياست سره په همغږۍ کار وکړي، ترڅو له دې وروسته د غنمو واردولو په برخه کې نورو هېوادونو ته اړ ونه اوسي.

د کرنې وزير د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې شاوخوا ٥،٣ ميليون ټنه غنم توليد شوي دي، خو د هېواد د وګړو په زياتېدو سره ٥،٧ ميليون ټنو غنمو ته اړتيا ليدل کيږي، ترڅو د خلکو اړتياوې پوره شي.