پل علم ( پژواک، ٢١ مرغومى ٩٢ ) : د لوګر په ولايت کې د دوولسم ټولګيو له فارغانو څخه د مرغومي په ٢١مه، د دويم ځل لپاره د کانکورازموينه واخيستل شوه.
څو ورځې مخکې په دې ولايت کې د کانکور ازموينې تر اخيستل کېدو وروسته، کله چې د لوړو زده کړو وزارت پلاوى بېرته کابل ته تللو، نو په لاره کې يې د کانکور ازموينې پاڼې په سيند او ويالو کې غورځولې وې.
تر دې پېښې وروسته دلوګر خلکو څو ورځې پرله پسې لاريونونه وکړل او د لوړو زده کړو وزارت پر ضد يې شعارونه ورکړل.
د خو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د کمېټې غړي ، چې د يوه پلاوي په مشرۍ لوګر ته تللى و، په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه، چې د کانکور پر مهال په پراخه کچه نقل شوى و، ځکه دوى کانکور لغوه اعلان کړ او ورقې يې په لاره کې وغورځولې.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د پل علم ښار اړونده درېيو حوزو کې د کانکور دويم ځلې ازموينه واخيستل شوه.
هغه زياته کړه، په هغومراسموکې، چې د پوهنې رياست په دفتر کې د دې ازموينې د پيل په موخه جوړه شوې وه. د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رالېږل شوي ۳۷ کسيزې کمېټې مشراکبرجان “آرزومند” ، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو منتخب استازي انجنير صاحب خان ، الحاج محمد اکبرستانکزي، د والي مرستيال محمد هاشم “فيضي” ، د پوهنې رييس انجنير محمد اکبر”ستانکزي” ، د ولايتي شورا مشر ډاګټر عبدالولي “وکيل” او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى وو.
د نوموړي په وينا، په دې ازموينه کې د ۲۹۵ نجونو په ګډون ټول ۳۶۳۹ کسانو برخه اخيستې وه، چې ۲۷۸۸ تنه يې د سږکال د دوولسم ټولګيو فارغان او پاتې ۸۵۱ تنه نوريې د پخوانيو کلونو متفرقه او خارج مرزدي.
د ازموينې د اخيستلو لپاره د لوړو زده کړو له لوري د ليږل شوې کمېټې مشر پوهنمل اکبرجان “آرزومند” هم وايي ، چې ازموينه په پوره بې طرفۍ او روڼتيا سره واخيستل شوه اودوی د ازموينې له پروسې خوښ دي.
ددې ازموينې ګډون کوونکي وايې،چې د ازموينې صحنه د لوړو زده کړو وزارت او نوروڅارونکو له لوري په بشپړه توګه څارل کېده او هېڅ ډول بې نظمې او ګډوډي په کې نه ده شوې.
د پل علم د پورک د لېسې فارغ بلال ستانکزي پژواک اژانس ته وويل ، چې ازموينه په ښه توګه ترسره شوه او دوى هېڅ شکايت نه لري.
د کلنګار لېسې فارغې برېښنا پژواک ته وويل ، چې کانکور ښه و ،خو ويره يې څرګنده کړه، چې پلاوى بيا په لاره کې و رقې ونه غورځوي.










