منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د جمهوريت روغتون نوې ودانۍ پرانېستل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

 کابل(پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): د کابل جمهوريت روغتون نن په خپله نوې ودانۍ کې، چې په پنځه کاله وړاندې د نږدې ٢٥ ميليونو افغانيو په ارزښت جوړه شوې وه، په کار پيل وکړ.

د جمهوريت روغتون پخوانۍ ودانۍ، چې  په ١٣٨٣ لمريز کال کې د چينايي انجنيرانو له خوا د بيا رغونې سره سم کښېناسته او دوه کاله وروسته يې کار د چين په مرسته په لسو پوړونو او ٣٥٠ بسترونو کې د روغتون په انګړ کې بيا پيل او د ١٣٨٨ لمريز کال په زمري مياشت کې بشپړ شو.

تر اوسه له دې پرمختلې او سمبالې ودانۍ څخه کار نه اخيستل کېده او د جمهوريت روغتون د پخوانۍ اداري ودانۍ او يو شمېر لرګينو کوټو کې د عمومي جراحۍ، يورولوژي او د وينې ناروغيو په برخه کې په لومړنيو وسايلو فعاليت کاوه، چې ١٢٠ بسترونه يې درلودل.

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل نن د نوې ودانۍ د پرانېستې پرمهال وويل، چې د اغاخان پراختيايي شبکې په ١٣٨٩ کال کې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او سمبالښت مسووليت پرغاړه اخيستى و، خو دا ژمنه په دوو کلونو کې علمي نه شوه.

 هغې وويل، چې بالاخره د عامې روغتيا وزارت د چين په مرسته وتوانېد، چې د جمهوريت روغتون اړتياوې پوره او په نوې ودانۍ کې خپل کار او خدمات پيل کړي.

سره له دې چې وړاندې ويل کېدل، دا ودانۍ د ٣٥٠ بسترونو ظرفيت لري، خو ثريا دليل وويل، چې اوسمهال د داخلې، عمومي جراحۍ، يورولوژي جراحۍ، صدري جراحۍ، د غوږونو او ستوني جراحۍ ، ليراسکوپي جراحۍ، دمعدې او وينې ناروغيو په برخه کې ١٥٤ بستره لري.

د لپراسکوپي دستګاه ودانۍ په کارولو سره د جراجي عمليات په ساده ډول ترسره کېږي.

 ډاکټر دليل له ماليې وزارت او ملي شورا څخه وغوښتل، څو ددې روغتون څارنې او خدماتو ته زياته بوديجه ځانګړې کړي، ځکه چې له دې لارې د روغتيايي خدماتو وړاندې کول، ډېر کم لګښت ته اړتيا لري.

دليل په دې اړه زيات جزييات ورنه کړل، خو د عامې روغتيا وزارت يوې سرچينې پخوا پژواک خبري آژانس ته ويلي و ، چې د جمهوريت روغتون د نوې ودانۍ جوړېدل ٢٦،٥ ميليون ډالرو ته اړتيا لري او د روغتيايي خدمونو د وړاندې کولو کلني لګښتونه يې ١٢ ميليونو ډالرو ته رسېږي، چې افغان حکومت يې د ورکړې توان نه لري.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر يادو شوو ٢٥ ميليون ډالرو وړاندې  د اړتيا وړ طبي موادو، درملو او ځينې دستګاوو  پېرلو ته اړتيا ده .

د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي، چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، د نوې ودانۍ جوړېدل يې يوه مهمه چاره او  ښه خبر وګاڼه.

هغه زياته کړه:(( زموږ هېوادوال هره ورځ د زياتو لګښتونو په منلو سره  بهرنيو هېوادونو ته ځي.))

 په کابل کې دچين سفير دانګ شي جون  (Deng Xijun)په نننيو مراسمو کې وويل، چې په وروستۍ لسيزه کې يې هېواد د افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.

هغه زياته کړه، چې چين ددې روغتون په تخنيکي برخه، د تجهيزاتو څخه د ساتنې او د کارکوونکو د مسلکي وړتيا او ظرفيت لوړونې په برخه کې مرسته کوي.

 ددې مراسمو په پاى کې د چين سفارت له عامې روغتيا وزارت سره يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې چين د جمهوريت روغتون د کارکوونکو د  ظرفيت لوړولو او اړتياوو لرې کولو په برخه کې مرسته کوي.

 همدارنګه ټاکل شوې، چې ددې تړون له مخې د مسلکي کدرونو د روزنې په موخه ډېر ژر  يو شمېر چيني متخصصين کابل ته راشي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، نړيوال بانک هم تصميم نيولى، چې د جمهوريت روغتون سره د تخنيکي او مالي مرستې سربېره د مسلکي کارکوونکو په ګومارنه او مالي برخه کې هم مرسته کوي.