منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

ځينې ماشومان د ژوند د پايښت په موخه د سپي له خولې خواړه تښتوي

· ۷ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د سړک پر سر د ماشومانو لوږه او بېوزلي تر دې کچې ځوروونکې او دردوونکې ده، چې يو شمېر ماشومان د کثافاتو پر سر په خوراکي توکو کې له حيواناتو سره شخړې کوي.

د دغو ماشومانو له ډلې يوه، چې ککړې جامې يې پر تن ، لويه شليدلې کرتۍ يې له اوږو د مټو په لور ښويېده، د کابل ښار په يوه سړک په لړزېدلو قدمونو د خسو ټولولو لپاره روان و.

د سهار رڼا په خورېدو وه، د سړک دواړو غاړو هټيو و سپنيزې دروازې لا هم تړلې وې، په غبار کې د سړک پر غاړه يواځې ډله ډله کوڅه ډب سپي ښکارېدل، چې د هټيو له څنګه راوتل او د خوراک موندلو لپاره يې ها خوا او دېخوا منډې وهلې.

د سړک د دواړو غاړو پلې لار د تورو وسپنيزو پنجرو په وسيله د عموي سړک او هټيو په وسيله بېلېدله، د هلک سترګې په هغو کثافاتو ولګېدې، چې چټل بوى ترې اوچتېده.

هلک فراشوټي ککړ پتلون درلود، پيوند شوې پلاستيکي موزې يې پر پښو وې، يوه سپين رنګه پلاستيکي بوجۍ يې شا ته اچولې وه، چې يوه اندازه پلاستيکونه او کاغذونه يې په کې ټول کړي وو، ورو ورو د کثافاتو د ډېرۍ پر لور ور نږدې کېده.

درې سپي هم د ده په ليدو ورڅک شول، لکۍ يې په خپلو پښو کې ووهلې او بيا د کثافاتو له ډېرۍ نه يوې خوا ته وتښتېدل.

خو يو برګ سپى چې يو پلاستيک يې خپل لور ته را کشاوه، خپله هڅه يې پرېښوده، ښکارېده چې کوم خوندور خواړه يې په کې موندلي دي.

هر څومره چې هلک سپي ته ورنږدې کېده، سپي هم په خپلو ترصدي کتو هلک بدرګه کاوه او خپلې پنجې يې هماغسې په پلاستيک کلکې کړې وې او نه يې ترې لرې کولې.

ماشوم خپلې ګونډې د کثافاتو د ډېرۍ له پاسه کېښودې او لاسونه يې د سپي خولې ته ور لنډ کړل، هر څومره چې دواړه يو له بل وېرېدل او يو د بل پر ځواک باوري وو، خو سپي بيا هم د ماشوم د پياوړتيا وړاندوينه کوله.

نوموړي څو ځلې خپل لاسونه د سپي د خولي څنګ ته ور وړل، خو ژر به يې بېرته را لرې کړل، سپى غورېده او پنجې يې له پلاستيک نه لرې کولې.

ماشوم خپلې هڅې نورې هم زياتې کړې، يو لرګى يې راووړ او سپي ته يې په سر څو ګوزارونه ورکړل.

د برګ سپي او ماشوم تر منځ دا جنجال د څه په اړه و؟ هغه څه وو، چې ماشوم يې اړ کړ، چې بېچاره سپي ته سخت ګوزارونه ورکړي.

سپي خپل فزيکي ځواک له لاسه ورکړ، په څو ګامونو له ساحې لرې شو او ماشوم چې په غلا يې شاوخوا کتل، د پنير کڅوړه يې واخيسته، غوټه يې په غاښو ور خلاصه کړه، يوه ټوټه پنير يې ترې را واخيست او نوش جان يې کړ، پاتې برخه يې له له جېبه په را ايستې لويه کڅوړه کې واچوله.

سپى چې له وېرې د هټيو څنګ ته ولاړ، خو سترګې يې بيا هم په حسرت سره د ماشوم په لور نيولې وې او له دواړو سترګو روانې اوښکې يې نه شواى کابو کولى.

دغه ماشوم چې لاسونه او ګوتې يې له يخه لړزېدې او په خوله کې به يې د ګرمولو لپاره منډلې وې، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((نوم مې قاسم دى، کله چې پيدا شوى يم، ښى او چپ لاس مې پېژندلي، هر چېرته کار کوم، خس ټولوم او د پروان دو په خېمه کې له څلورو خويندو، دوو وروڼو او مور سره ژوند کوم.))

دا په داسې حال کې ده، چې د جګړې او وزګارتيا له امله له پنځوس زرو څخه زياتې بې ځايه شوې کورنۍ د هلمند، اروزګان او کاپيسا ولايت په ګډون د کابل ښار په ٢٦ ځايونو کې تر خېمو او خټينو کورونو لاندې ستونزمن ژوند تېروي.

دا بې ځايه شوي خلک د قنبر څلورلارې، دريم پروان، د هوايي ډګر قصبې، بګرامي، ارزان قيمت او د خيرخانې د پنجصد فاميليو په شا کې ژوند کوي.

دوى د ژمي تر راتلو وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه او ويلي يې وو، چې که چېرې د سون او خوراک توکي ور ونه رسېږي، نو امکان لري چې ځيني ماشومان او بوډا ګان د يخنۍ او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

له دې وروسته د خوراک نړيوال سازمان (WFP) اعلان وکړ، چې له دغو کورنيو سره د خوراکي او سون توکو مرسته کوي.

خو له دې سره سره د قاسم په څېر يو شمېر ماشومان اړ دي، چې د بېوزلۍ له امله د کابل ښار کثافت دانۍ په خوراکي توکو پسې وپلټي او د وخت تېرو او پاتې شوو خوراکي توکو په خوړولو ځان ته قناعت ورکړي او يا هم د پلاستيک او خاشاکو په ټولولو سره خپله کورنۍ تر يوې کچې د ژمي له يخنۍ وژغوري.

دغه ١٢ کلن ماشوم د دې پر ځاى چې درس يې ويلاى او په راتلونکي کې هېواد او خلکو ته د خدمت مصدر ګرځېدلى واى، وايي: ((ښوونځى مى ونه شو لوستلى، په څه ښوونځى ووايم، ښوونځى خو قلم، کتابچه، بکس او کالي غواړي، که ما توان لرلى، نو څه ته به مې دلته خس ټولول؟ بيا مه څه کوې، ښه لوستي کسان بېکاره دي.!))

د قاسم په خبره، که چېرې يې پلار ژوندى واى، نو ده به هم کثافت دانۍ نه پلټلې او کله کله به يې د خوراکي توکو غورځولې کڅوړې هم له کثافت ځايونو د خوړلو لپاره کور ته نه راوړلې.

دغه ماشوم وويل: ((يوه ورځ مې ورورک غوښه غوښته، قصابيو ته ولاړم، چا يوه مړۍ غوښه هم رانه کړه، کارغه مې په ډبره وويشت، په چاړه مې حلال کړ، کور ته مې يووړ، مور مې راته پوخ کړ، زيات خوند يې وکړه.))

اوس مې ورورک هره ورځ وايي: (( لالا هماغه غوښه خو بيا راوړه!))

قاسم په ترخه خندا وويل، دلته هم له هغه سپي سره ښکېل وم، چې زما ښکار يې تښتاوه.

نوموړي په داسې حال کې، چې په سترګو يې د اوښکو پرده خوره وه زياته کړه: ((ته ووايه زما او يوه سپي د ژوند توپير په څه کې دى؟))

نوموړي په حسرت وهلي انداز له سيمې تېرېدونکي د تورو ښېښو موټر ته په کتو وويل، که يې سواد درلوداى، د پارلمان وکيل کېده، له غريبانو سره يې مرسته کوله، څو چې ژوند يې که د نورو غوندې نه واى، يو څه به ښه شوى و.

د بشري حقونو دغه قرباني زياته کړه، چې نن هر څوک د خپل جېب ډکولو په غم کې دي، څوک د چا له زړه څه خبر دي، د خلکو له منځه خواخوږي او همدردي ورکه ده.

د قاسم په خبره، يوه دومره پيسې موندلې، چې لوړ پوړې ودانۍ جوړوي، خو څوک له بېوزلۍ دومره پيسې نه لري، چې ډوډۍ وخوري او د خپل ژوند د پايښت لپاره د سپي له خولې ډوډۍ تښتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مدني ټولنې بنسټونو څو موده وړاندې د اندېښنې په څرګندولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سړک غاړې ماشومانو شمېر دوه ميليونه اعلان کړ او ويلي يې وو، چې دولت تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول موثر اقدام نه دى کړى.

د مدني ټولنې يوه فعال احمدشاه ستانکزي وويل: ((بېوزلي، فساد، تاوتريخوالى، بى سوادي، فرهنګي فقر، د سرپناه نه شتوالى، بې وزلي، کم عايد، اعتياد، نا لوستي او بې مسووليته مور او پلار، د ماشومانو بې سرپرستي، له کوره تېښته، د ښوونځي د مشرانو او مور او پلار ناسمه روزنه او د مذهبي اعتقاداتو ناسمه کارونه هغه څه دي، چې د سړک غاړې ماشومانو په زياتولو کې عمده رول لري.))

د بشري حقونو د نړيوال کنوانسيون د پرېکړې له مخې، ماشومان له هر ډول تعرض څخه مصوون دي، ورباندې درانه کارونه منعه شوي او دوى د زده کړې حق لري، چې د لوستو کسانو په توګه ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

افغانستان په ١٣٧٣ لمريز کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانيسيون د پروتوکول په لاسليک سره مکلفيت لري، چې د ماشومانو د ودې او ښوونې روزنې لپاره مناسب شرايط رامنځته کړي او ورباندې د درنو کارونو مخه ونيسي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېره يو ميليون کسان بولي، خو وايي، چې وزارت د ملي او نړيوالو بنسټونو په مرسته په مرکز او ولايتونو کې ملاتړي پروګرامونه لري.

هغه زياته کړه، چې دغه کارونه تر ډېره کورنيو ته د عامه پوهاوي ورکولو له لار موثر دي، ځکه چې ډېرى ماشومان د کورنيو له خوا په کار ګومارل کېږي.

سرچينې زياته کړه، چې وزارت تصميم نيولى، څو هغو کورنيو ته د کار زمنيه برابره کړي، چې ماشومان يې په ماشومتوب کې کار ته اړ ايستل کېږي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د ماشومانو ستونزې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې حل کړي، خو د بشري حقونو او مدني ټولنو بنسټونه په دې موده کې د دغو ستونزو حل له امکان او د يوه وزارت له توانه لرې ګڼي او وايي، چې له دې بدبختيو د ماشومانو ژغورل د دولتي او نا دولتي بنسټونو ګډ او جدي کار ته اړتيا لري.