ښرنه ( پژواک،٥ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي،چې د پکتيکا ولايت د اوو ولسواليو ښوونکي به په اکاډميکو او مېتوديکو څانګو کې په بېلابېل ډول وروزل شي.
په همدې موخه د سلواغې په ٥ مه،د دې ولايت له ۱۲۰تنو ښوونکو څخه د روزنې په برخه کې ازموينه واخيستل شوه.
چارواکي وايي، چې هر ښوونکي ته به په اکاډميک او هم په متوديکه برخه کې روزنه ورکړل شي، چې ټوليزه شمېره يې ٣٥٠٠ ښوونکو ته رسيږي.
په پکتيکا کې د (اې،ډي،اې) يا افغان پرمختګ ټولنې مشر ګل محمد اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پکتيکا د مرکز ښرنې په ګډون اوو ولسواليو( خيرکوټ، مټاخان، يوسف خېل،سرروضې،سروبي او اورګون ) ښوونکي به دپوهنې رياست په چوکاټ کې د (اې،ډي،اې)مؤسسې له لوري وروزل شي.
اورياخېل زياته کړه، په اکاډميکو اومېتوديکو برخوکې به دغه ښوونکي په دواړو څانګو کې د څوارلسو مياشتو په اوږدو کې وروزل شي
د نوموړي په خبره، د ازموينې د پايلو تر ارزولو وروسته به ٤٤ تنه د ښوونکو د رزونې لپاره استخدام شي.
د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال ميراجان صحرايي، چې د نننۍ ازموينې څارنه يې کوله پژواک ته وويل، چې د ښوونکو په روزلو سره به د دوى ظرفيتونه نور هم لوړ شي.
نوموړي زياته کړه، دغه ښوونکي د ليسانسه اوتجربه لرونکو ترينرانو له لوري روزل کېږي، چې د هغوی په روزنه سره به د پوهنې په برخه کې يو بل پرمختګ وشي.
د پوهنې رياست تدريسي مرستيال زياتوي:(( په پکتيکا کې د مسلکي ښوونکو کمښت لويه ستونزه ده، موږ هڅه کوو دا ستونزه حل کړو.))
د نوموړي په خبره، په پکتيکا کې د پوهنې په برخه کې ډېر پرمختګ شوی د پوهنې له وزارت څخه يې وغوښتل څو دپوهنې په برخه کې پاملرنه زياته کړي.
د ازموينې يو تن برخوال محمد يوسف سيدوال پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيکا د ښوونکو روزنه به د ښوونځيو درسي کيفيت نور هم لوړ کړي.
هغه د ښوونکيو د روزنې پروګرام خورا اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې د روزونکو استادانو استخدام دې د دوى د وړتيا له مخې وشي، تر څو نور ښوونکي په ښه توګه وروزل شي.
د ښرنې د علي بابا لېسې يو تن ښوونکى احمد ضيا هم د ښوونکو د روزنې پروګرام ګټور بولي او زياتوي، چې له دې روزنې سره به تجربې او په خپل مسلک کې د معلوماتو کچه نوره هم لوړه شي.
په پکتيکا کې اوسمهال ٣٦٤٢ ښوونکي په ښوونځيو کې د تدريس چارې پر مخ بيايي، چې ډيرى يې مسلکي زده کړې نه لري.










